یار مې دَ دروغـــو یــــوه ژرنــــــده ده
خُلۀ ئې دَ رښتیــــــــا دَ پاره بنــــده ده
ډېر عُمر ئې تېر منــافـقـت کښې شــــو
ســـم دَ ګُناهـــــــــونو یوه کنـــــــده ده
خوي دَ بې احســـاســـه غُلامـــانو کړي
ټولـــــه دووسي دَ دۀ ســــرګنـــــده ده
ویني چې زردار ښپو ته ئې ښکته شي
ټوله خوشــــامنـــده خوشــــامنـــده ده
کار ئې بدنامي رســـــــــــــوا کول دَ بل
دې کښې مرتبــــــــه دَ دۀ بلنـــــــده ده
کسب ئې چُغــــلي آؤ شېــــطانت کول
هـــــــره یوه چاره ئې بې خونــــده ده
ګرځي دَ غټــــانو پۀ مــــــــــوټرو کښې
کور ته ئې زړه بوجئ زوړنــــــــــده ده
#بابائے_قطعه #عبدالرحیم_روغانے_بابا
ایک تبصرہ شائع کریں