د محبت د لېونو په ژبه نه پوهېږي
ستاد ښار خلک د سړو په ژبه نه پوهېږي
چا چې د کلي مازيګر سندره کړې نه وي
هغه دبام د اشارو په ژبه نه پوهېږي
زما د زړه دردونه دومره بې دليله نه دي
چې ستا د سترګو د بڼو په ژبه نه پوهېږي
د زړه تڼاکې مې په داسې بڼو وڅيرلې
چې د تڼاکو د چاودو په ژبه نه پوهېږي
هغه د خپل ظالم نظر د زوره نه دے خبر
هغه زما د اسویلو په ژبه نه پوهېږي
هغه بې لوظه بې پښتو هغه بې خوږو سړے
هغه د مينې د پښتو په ژبه نه پوهېږي
مینه خود سره وي صابره خپله خوښه کوي
د مصلحت د فلسفو په ژبه نه پوهېږي
صاحب شاه صابر
ایک تبصرہ شائع کریں