*رحمت شاه سائل*۔ *حد دی*
زما په دواړو اوګو ناستو فرښتو اوليکئ
زما په سر که څه لیکئ نو په پښتو اولیکئ
دَ خدائے حضور کے زما دغه یو عرض کیدوئ
دلته سوزيږمه بے وجے په لمبو اولیکئ
د پاکے مینے ګنہګارو چه منکر پرِ نه شئ
د رقیبانو الزامونه په تندو اولیکئ
په ښائيستونو پسے ورکو لیونو ملګرو
زما په زڑہ کښے د ګل مینه په ازغو اولیکئ
اے شاعرانو دَ قلم پہ ازادئ مئينو
حال دَ بلوچو ماشومانو دَ سلګو اولیکئ
دَ ازادئ علمبردارو د نڑئ قامونو
اوس دَ نڑئ نقشه کښے کور دَ پښتنو اولیکئ
ــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰــًٍَُٰ
زما په دواړو اوګو ناستو فرښتو اوليکئ
زما په سر که څه لیکئ نو په پښتو اولیکئ
ایک تبصرہ شائع کریں