*امير حمزهٓ شينواری بابا {رح}*
وايه کنه څرنګه دې اوس ګڼلی يمه
ښکليه چې دستا په تهمتو لړلی يمه
پس له ما د خپلو زلفو مخ په ستم پوه شوې
بيا دې د ټول عمر ورځو شپو ژړلی يمه
زه دې په ريښمينه خندا تيروتمه ښکليه!
څه دې په پسته پسته کې کلک تړلی يمه
ستا له دره ستا برندو کتو شړلی نه شوم
ستا په تغافل خپلې پښتو شړلی یمه
ولونه مې عشق او خِرد دواړه سره يو دې
پړی يم محکم چې سړیتوب غړلی يمه
حسن به دې اوس د چا نظر خوړلی نه شې
زه دې چې نظر لکه رانجه خوړلی يمه
زه حمزه خو هيڅ نه يم که يم نو به هغه يم
ښکليه زما ! څرنګه چې تا ګڼلی يمه
خِرد {عقل} .
ایک تبصرہ شائع کریں