داسې تيندک به شــمه
چې درنه ورک به شمــه
ته شه ســـــــــــندره راته
نو زه چــورلک به شمـه
تا که جانان کــړمه بيـا
نو بيا هلک به شــمـــه
غـــــــــمه لا نوے یــمه
خير دے درکلک به شمه
چې ته راځـې او کـــنه
مــړ په دي شک به شمـه
چې زم د سپکو ســــــره
پخپله سپک به شـــمـــه
ته مې جانان که جانـــه
نو خان مـــــلک به شمه
ته خو قـــدم را واخـــله
درته ســـړک به شـــمـــه
ستا د کتلــــو ســـــــــره
ميُين په ټک به شـــمـــه
عثمان خيالی په عشق.کښ
تير د ټوپک به شمــــــــه
ایک تبصرہ شائع کریں