پۀ ویښه خوا له نۀ راتله بیګا پۀ خوب کښي راغله
ناڅاپه هغه مسته دلربا پۀ خوب کښی راغله
د ورځې د سماج ــــــــــ د تهمتونو ویریدله
اودۀ چي شومه شنه شوه د خندا پۀخوب کښې راغله
د غرۀ هومره احسان يي ــ د راتلو راباندې اوکړو
زما خو طمع نۀ وه پۀ رښتیا پۀ خوب کښي راغله
پۀ خلۀ باندي ګونګے شومه پخېر يي رانه هیر کړو
زما د امیدونو ــــــــــــــــ تمنا پۀ خوب کښي راغله
د هجر پۀ تیارو کښي ـــــــ د امید بله ډیوه شوه
روښانه شوه زما د زړۀ دنیا پۀ خوب کښی راغله
سراج يې پۀ مستۍ کښي د سینې سره سینه کړو
پری د کوه قاف نه ــ پۀ هوا پۀ خوب کښي راغله
سراج الدین سراج
"پهې پۀ پرهر"
ایک تبصرہ شائع کریں