ډاکټر صاحب شاه صابر { ارواح ئي ښاده شه امين }
دا څه خبره ده دا څه اورو دا څه وايي څوک
پښتو به وايي خو پښتون به ځان ته نه وايي څوک
زما ملګري دي پښتو وايي ، پښتون دې مني
ماته دې خير دے نوموړے اديب نه وايي څوک
دا چې په څلو يي د سلو کالو ننګ تازه دی
دا څوک وژلے شي دې خلکو ته به مړه وايي څوک
زمونږ سرونه يي پکار وې په مونږ کار نه لري
زمونږ په دور کښې چې مونږ ته پښتانه وايي څوک
زه خو سره د عقله هغسې ټکرې خورمه
زما نصيبه ! ماته هغسې سپيره وايي څوک
ده زه او ته نه خو زما او ستا قيصه جوړه ده
څنګ ګنهګار دي ؟ چې په عشق کښې ځان ته زه وايي څوک
خبره دا نه ده چې خلک به ريښتيا نه مني
خبره دا ده چې ريښتيا خبره ووايي څوک
مونږ د نظر په جنګ کښې دغسې بايللي زړونه
چې د بڼو غشي وريږي زړه ته زړه وايي څوک
ستا هغه يو ايمان ،يوه ژبه ،يوه خبره
صابره ! تا ته به په دې دور کښې ښه وايي څوک ؟
ــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْـًٍَُِٕــًٍَِْ
زمونږ سرونه يي پکار وې په مونږ کار نه لري
زمونږ په دور کښې چې مونږ ته پښتانه وايي څوک
ایک تبصرہ شائع کریں