کلام
ټوله ورځ لکه په سرو لمبو شي تېره
هر يو ټک د سيکنډۍ لکه د مرګ وي
زۀ د ځانه بې پروا او ناخبره
په بد حال لکه بې څوکه ماشوم ګرځم
چې تياره کله په ټول وطن خورېږي
نو زما د زړۀ په کور لږه رڼا شي
چې زۀ اوس به مې لالی له دې مکارې
دنياګۍ د نظرونو نه پناه شي
چې انلائن دې موبائل کله وينم
ښاپېرۍ تاته پېغام پر وټسپ پرېږدم
تۀ يې اوګورې او زړۀ مې په درزا شي
بې قراره يم چې اوس به ځواب راکړې
هر سيکنډ مې بېتابي نوره زياتېږي
زۀ په داسې کېفيت کې مبتلا شم
چې هم خوږ وي او هم تريخ لکه د زهرو
شپه سبا شي خو پېغام مې ځواب نۀ شي
زۀ په شان لکه بې ګوره مړے پروت يم
د سيګرټ لوګي چاپېره رانه چورلي
بس په دې کښې ملا جان اذان شروع کړي
وائي پاسېږئ د خوبه لمونځ بهتر دے
ماله دغه ځاے خپل صبر ځواب راکړي
ستا د يو ځواب ارمان مې خوب له يوسي
ماله يو ځلې په مينه ځواب راکړه
ستا د مينې په ارمان باندې مړ نه شم
ستا د مينې په ارمان باندې مړ نه شم
2:36 (am)
سميع الله ګران
ایک تبصرہ شائع کریں