ګورے مړ دے کۀ ژوندے دے

شاعرې

منگل، 26 نومبر، 2024

ګورے مړ دے کۀ ژوندے دے

 



*

             زما زړۀ                 


   ګورے مړ دے کۀ ژوندے دے

       هیڅ پۀ پته پوهه نۀ یم    

 لاس پرې کېږدم ورته غوږ شم

     زما زړۀ زما سینه کښې      

      هغه شانې درزا نۀ کړي      

     لکه څنګه چې پخواه ؤ      

   خېر دے هیڅ خبره نۀ ده    

      دۀ خو ډېره درزا اوکړه      

      پوره دوه شپېتۀ کلونه      

  آخر دے د غوښې جوړ دے   

  څۀ د اوسپنې خو نۀ دے     

 اوس کۀ نوره درازا نۀ کړي    

         ملامته ورته نۀ کړم          

   اوس پکار ده چې دمه شي    

     ستړے ستړے راته ښکاري     

   چې دے غلے شي ساکن شي            

    زۀ به هم لګ پۀ سکون شم     

     د غمونو نه به خلاص شم   

       لۀ فکرونو  به  دمه  شم   

   پۀ خواږۀ خوب به اودۀ شم        

   پۀ خواږۀ خوب به اودۀ شم


         سراج الدین سراج

          "د شعور انګازې"

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف