*ډاکټر بخت ذاده دانشٓ*
ژوند له د رنګونو د امکان خبره ونه شوه
ونه شوه زمونږ سره د ځان خبره ونه شوه
دا ځلې دې ځان د انتظار لمبو ته نه سپارم
دا ځل مې د ځان سره د ځان خبره ونه شوه
ټولې زړې نښې يې واپس کړې دا يي وويل
مه راوړه له ښاره اوس پيزوان ، خبره ونه شوه
شل لکه يې واخستې، د وروڼو کار يې وشو خو
کونډه وه ، د کونډې د تاوان خبره ونه شوه
نن مې ورته بیا دانشه ونه ويل چپ پاتې شوم
ويره وه د اوښکو د باران خبره اونه شوه
***********************************
دا ځلې دې ځان د انتظار لمبو ته نه سپارم
دا ځل مې د ځان سره د ځان خبره ونه شوه
Post a Comment