اثر د مينې چې بلبل ته لګی
دا اندازه ئې ټوله ګل ته لګی
دغه يو نمر دے په شريکه زمونږ
چې په چا هلته په چا دلته لګی
تش د نفرت محل د پاتې نه دے
اور د بدلون به دې محل ته لګی
خدائې دې د وهم د مرض نه ساته
دا بيماري د يو نه بل ته لګی
شېخه! د خولې خبرې نه دی ګورے
د ايمان پته به دې هلته لګی
د روغاني په ږيره مه شۍ خلقه
اکثر چې اور لګی ځنګل ته لګی
(ارواښاد روغانې بابا)
۱۸ دسمبر ۲۰۰۱
Post a Comment