دا ډرامه لیک ـ نورالامین یوسفزے

شاعرې

اتوار، 1 دسمبر، 2024

دا ډرامه لیک ـ نورالامین یوسفزے

 

دا ډرامه لیک ـ نورالامین یوسفزے   دا ډرامه خوشحال  خان په روز کيپل هال کښې د ډېر ګران او خوږ مشر ارواښاد محمد نواز طائر د فکر و فن نتيجه ده چې په کال1953 کښې تخليق شوې ده او اوس دا دے معروف څېړنکار او د پښتو ژبې او ادب خدمتګار پروفېسر ډاکټرشېر زمان سيماب د خپل زيار او خپلې خوارۍ سره قام ته وړاندې کړه ـ ښاغلي سيماب ددې نه وړاندې هم د خپلو پېشه ورانه ذمه وارو او خپل تخليقي سفر سره سره د ارواښاد محمد نواز طائر ناچاپه اثار هم راټول کړي او چاپ کړي دي او د هغوي ځنې چاپ خو ناياب ليکونه ئې هم سر دوباره ترتيب کړي او چاپ کړي دي ـ ښاغلي سيماب   د پښتو ژبې په دغه لوے څېړنکار او د هغه په ژوند او فن يو ښۀ موړ کتاب هم ليکلے دے او داسې ئې د يو پت مند کشر ساهو کردار ادا کړے دے دا ډرامه هم لکه چې د قام نه ورکه وه او ډاکټر صېب راپېدا کړه ـ  ډرامه په حقيقت کښې د لوستو نه زيات په سټېج يا شيشه د کتلو توکے دے ځکه خو ئې اکثر پوهان د لاطينۍ ژبې ټکي ډراؤسره تړي چې لغوي مفهوم ئې په عمل سره ښودل دي ـ هم دغه سبب دے چې د نړۍ په ادبي تاريخ کښې ډرامه هم لکه د داستان ډېر زوړ او لرغونے توکے شمېرلے شي او په بابلي،يوناني،هندي اساطيرو کښې داستان سره غېږ په غېږ  راروانه ده چې خواوشا څلور زره کاله زوړ تاريخ لري البته په دې توکي په لومړي ځل د افلاطون نازولي شاګرد ارسطو په منظم انداز بحث وکړو او په بوطيقا کښې ئې د ډرامې په پلاټ ،عمل ،ارزښت او اثر په تفصيل سره خبره وکړه .ده طربيه ،رزميه او الميه بيل بيل کړل او زيات اهميت ئې رزميه او الميه ډرامې ته ورکړو دغه سفر چې د يونان نه رومن اواټالين نه تراروپا راورسېد او دغلته ئې دوه درې سوه کاله سفر وکړو نو په ټپرېدو ټپرېدو ناوېشلي هند ته هم راورسېده په پښتو ادب کښې دې توکي خواوشا يوه پېړۍ لار اووهله ګو چې زمونږه د ماشومانو په روايتي لوبو او د پښتنو په لوک داستانونو کښې هم لکه د هندي قيصو ډرامائيت وه خو چې څه ته ډرامه وئيلے شي نوهغه په لومړي ځل د پښتو ډرامې بابا ادم عبدالاکبر خان په کال نولس سوه څلېرشت کښې د تربور په سرخط وليکله خو په تحريري صورت کښې د وينو جام او د اسير صېب درس عبرت 1935 د اوليت او پښتو ډرامې دکلاسيک درجه لري ښاغلے ډاکټر خالد خان خټک په درې مياشتنۍ پاڅون مجله 2017 کښې په خپل يو مضمون پښتو ډرامه يو نوے نظر څۀ داسې انکشافات کوي چې ٫٫په کال 2011 کښې چې څه وخت ما د بر طانيې په برټش لائبرېرۍ کښې د امير نواز جليا ډرامه درد 1933او د پبو د فضل کريم خدائي خدمتګار دريافت کړه او دغه شان ځنې نورې ډرامې زمونږ لاس ته راغلې نو اوس هغه وخت راغلے دے چې مونږه د پښتو ډرامه نګارۍ د نوي سرنه يوه تحقيقي جائزه واخلو په پښتو کښې د ډرامې ليکلو اغاز خان عبدالاکبر خان په کال 1924کښې کړے وۀ ـ زما د يو خط په جواب کښې خان عبدالاکبرخان ماته په خپل قلم د خپلو ډرامو تفصيل را استولے وۀ د هغه دغه خط تراوسه ماسره موجود دے په 1924کښې هغه د ازاد سکول اتمانزو د سالانه تقريب دپاره وړومبۍ ډرامه يتيم اوليکله او هم هلته سټېج شوه داهم هغه ډرامه ده چې زمونږ اکثرمحققين ورته د درې يتيمان نوم ورکوي دا ډرامه اوس ناياب ده او مصنف مرحوم سره ئې نقل هم موجود نه وۀ ـ بل کال1926کښې ښاغلي اکبر  تربور په نامه يو بله ډرامه تخليق کړه او هم ئې سټېج کړه دا ډرامه هم بېخي ورکه ده ـ د اکبر درېمه ډرامه تعليم جديد او تهذيب جديد 1927  کښې مېنځ ته راغله ـ هم ددغه ډرامو ددغه جديد روايت په تقليد کښې د هغه وخت ګڼ شمېر تعليم يافته ليکوال ډرامې ليکلو ته متوجه شول ـ  کله چې رېډيو راغے نو رېډيائي ډرامه هم مخې ته راغله  هم په دغه زمانه1935کښې د وينو جام او درس عبرت مخې ته راغلې چې هم په رېډيو وړاندې کړې شوې او هم په کتابي صورت کښې چاپ شوې ـ دغه زمانه د ډرامې زر زري زمانه وه چې هم رېډيائي درامې وده وکړه او هم په ګڼ شمېر کښې په کتابي صورت کښې ډېرې ښې ډرامې چاپ شوې ـ لکه د خليق صېب شهيده سکينه 1935 د عبدالکريم مظلوم څهرې 1941د ډيلي نه چاپ او خورې شوې ـ هم په دغه لړۍ کښې د خليق صېب‌ خوږ ژوندون1941  د ابدرې د قاضي رحيم الله نوې روشني د فضل رحيم ساقي سپېرۀ مرګ د جلبل د مزدور دنيااو د خېبر اواز د رشيد علي دهقان د کلو رنځوراو د نصر دوه پښې  د ازادۍ نه پس هم دا لړۍ دوامداره وه لکه د بېنوا تنازغه د ميرا جان د مينې شهيدان د ايس اے رحمان نيمګړے خوب د اشرف مفتون حېدراو د پژواک کالداره روپۍ ـ دغه ټولې ډرامې هم دکال نولس سوه يو پنځوست نه تر نولس سوه څلورپنځوست مخې ته راغلې دي  او هم په دغه کاروان کښې د تاريخي او ملي ډرامګۍ تاج د ارواښاد محمدنواز طائر په سر وخت او زمانې کېښود. دې ته مونږه دپښتو ډرامې د دوېم دور ډرامه وئيلے شوـ هم په دغه دوېم دور کښې دکال نولس سوه شپېته نه پس ټيليويژن ډرامه هم پېل شوه او ددغه دواړو ميډيائي رسنو په سبب په کتابي صورت کښې د ډرامې چاپېدل د نشت برابر شوې ځکه خو ماته يوه ورځ ملګري ګل محمد بېتاب اووې چې ما رېډيو له په زرګونو ډرامې وليکلې خو ټولې لاړې د هوا په چپو کښې تحليل او ورکې شوې ـ په رېډيو کښې که سمندر خان سمندر،حمزه بابا عمر ناصر، رضامهمندي او بسمل نمائنده ډرامه نګار وو نو هم د رېډيو په غېږه کښې ناست اکثر ډرامه ليکونکو ټيلي ويژن ډرامې ته هم لاس واچولو او ډېرې ښائسته ډرامې اولس د ټيلي وېژن په شيشه ولېدې چې  ډاکټر اعظم،افضل رضا، محمد همايون هما ، خالقداد اميد،سعدالله جان برق نثارمحمد خان،نورالبشر نويد،همايون همدرد او فريدالله شاه حساس پکښې نمائنده نومونه دي لکه چې ماچرته مخکښې هم خبره وکړه چې ارواښاد محمد نواز طائر په خپل ملي اتل ليکلې خپله دغه تاريخي او ملي ډرامه د ډرامې په زر زري او دوېم دور کښې تخليق کړه دا ډرامه هم ماهيت او هم د هيت له لوريه يوه معياري او اهمه ډرامه ده دغه لنډه،مختصره او ښائسته ډرامه ما په دوه کرته ولوسته اول مې د يو عام قاري په حېث ترې نه ښه مزه واخسته او بيا مې د جاج په غرض هغه د چا خبره د خرېدار په سترګه هم ولوسته ـ ماچې دا ډرامه لوسته نو داسې مې محسوسوله لکه چې زما مخې ته ناڅاپه دوخت په شيشه د کال 1613 نه ترکال 1689 زمانه راغلې وي او د نن په غېږه کښې زر زر په تادۍ تادۍ لکه د فلم په پرده زمونږه دغه ملي اتل د ځنو نورو نمائنده تاريخي کردارونو سره راغے او ما ئې د خپل زړۀ په سترګو ديدار وکړو او بيا يو پړق شو او هم ددغه پړق سره زۀ بېرته عالم موجود ته راغلم ـ دا ډرامه که يو خوا د ماهيت او مقصد د لوريه ډېره ځانګړې او تاريخي ارزښت لري نوبلخوا د ډرامه نګار د ډرامې په فن هم موټے ښه کلک دے ـ د ډرامې ژوندۍ او برجسته مکالمې روحاني او ملي فضا او د راويانوسره سره د بابا او صاحبزاده عبدالقيوم خان مقصدي مکالمو دې ډرامې ته ښکلا وربخښلې ده او ددې حقيقت نه هم پرده پورته کوي چې ډرامه نګار د بابا پېغام او د هغه د ذات تاريخي کردار تش لوستے نه دے بلکې هضم کړے ئې دے  او بيا ئې د افغان ملت دغه ستر کردار د خپل نظر او نظريې په اند په ډرامه کښې په ډېر هنر وړاندې کړے دے ـ  دا ډرامه د هند د ازادۍ نه پس تخليق شوې ده ـ ځکه پکښې ليکونکي د يو خاص نظريې لاندې د بابا ژوند او کردار ته کتلي دي ـ خو اساطيري لمس او د بابا ژوند نه اګاهي ليکوال ته لاره اسانه کړې هم ده ـ ډرامه نګار په خپله په لمحه موجود کښې ناست دے او خپل کتونکے د نن په لار پرون ته بوځي او داسې هم د بابا د فکر په غېږه کښې د اسلاميه کالج د تاريخي او علمي ارزښت په رڼا کښې يوه روحاني فضا داسې راجوړوی چې ددې ملک د ځوانانو او پېغلو ذهن سازي وکړي ـ  اسلام او پښتو سره غېږ په غېږ کړي ـ  لکه چې ما مخکښې هم اووې ددې ډرامې خوندونه په برجسته مکالمو بشپړې منظر نګارۍ مناسب تخير او مضبوطو کردارونو کښې خوندي دي ـ د ډرامې قيصه په ډېر خوند خوند  مخ په وړاندې روانه وي او ډرامه نګار د بابا فکر او د صاحبزاده وزډم يو بل سره په ډېره فنکارۍ انډول کوي او مخ په وړاندې سفر کوي ـ د ډرامې دغه تاريخ،ملي او روحاني فضا دروايتي تخير کمے په دغه خوبو پوره کوي او خپل کتونکے په موټي کښې ساتي يا یې د ګوتې نيولے د ژوند په مېله کښې ځان سره بوځي  او داسې ډرامه نګار په خپل مقصد او پېغام ورکولو کښې په ډېر هنر بريالے شوے دے ـ بابا سره داسلاميه کالج د بنسټ ګر پرمغز مکالمه هم زړۀ راښکونکې او اغېز منه ده  ـ ددې سرسره په ډرامه کښې په بېن اسطور کښې د بابا په حقله د تاريخ په خېټه کښې پروت يو منفي کردار امير خان خوافي هم په ډېر هنر بيان شوے دے  خو زما په خيال دې سره سره د اورنګ مظالم او د بابا د هغۀ په حقله نظر هم په يو څو مکالمو کښې بيانول پکار وو  او علامه محمد اقبال چې دافغان ملت په حقله څه وئيلي دي ـ يا بابا چې اعلان کړے دے چې  د افغان په ننګ مې وتړله توره ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم  خو ددې دوه اسباب کېدے شي يو د ډرامې اختصار اوبل په دغه زمانه کښې د دوه ګاونډي هېوادونو تاو تريخ والے په ډرامه کښې په يوه موقع راوي وائي چې د سيد احمد شهيد ناکامي د پښتنو د قبائيلي سوچ په سبب مخې ته راغله خو زما د معلوماتو مطابق په خپله د سيد صاحب انتها پسندي او د پښتون کلتور نه ناواقفيت ددغه ماتې غټ سبب وۀ ـ ډرامه نګار د بابا دکلام انتخاب هم ډېر ښه کړے دے او بيا ئې دغه انتخاب په ډېر هنر په ډرامه کښې لکه د مشکڼو پېرلے دے او لنده داچې دا ډرامه هم فکري هم هنري او هم تاريخي ارزښت لري ـ الله پاک دې ډاکټر شېر زمان سيماب له نور هم توان ورکړي چې هم دغه رنګ د وخت په ايرو کښې داسې قيمتي لعلونه راپېدا کوي او قام ته ئې پېرزو کوي ـ زۀ دا خپل ليک ددې ډرامې په يوه داسې مکالمه ختموم چې کومه د صاحبزاده صېب او د بابا تر مېنځه شوې ده  ـ صاحبزاده صاحب بابا ته وائي چې تاسو بايد احمدشاه بابا او علامه اقبال هم ځان سر راوستے وے نو بابا ورله داسې جواب ورکوي ـ ٫٫باور وکړه راوستي به مې وو خو ماوئيل هسې نه د ميا نور په غونډه پېښ شو نو داسلام د بادشاه او داسلام د مفکر په وړاندې به ددې قام څۀ حال وي،، د ډاکټر صېب د ښۀ ژوند او زيات فعاليت لپاره دعاګو ـ د هغه ملګرے نورالامين يوسفزے شاه منصور صوابۍ ٢١/ ستمبر ٢٠٢٤ء

دا ډرامه

لیک ـ نورالامین یوسفزے

 

دا ډرامه خوشحال  خان په روز کيپل هال کښې د ډېر ګران او خوږ مشر ارواښاد محمد نواز طائر د فکر و فن نتيجه ده چې په کال1953 کښې تخليق شوې ده او اوس دا دے معروف څېړنکار او د پښتو ژبې او ادب خدمتګار پروفېسر ډاکټرشېر زمان سيماب د خپل زيار او خپلې خوارۍ سره قام ته وړاندې کړه ـ

ښاغلي سيماب ددې نه وړاندې هم د خپلو پېشه ورانه ذمه وارو او خپل تخليقي سفر سره سره د ارواښاد محمد نواز طائر ناچاپه اثار هم راټول کړي او چاپ کړي دي او د هغوي ځنې چاپ خو ناياب ليکونه ئې هم سر دوباره ترتيب کړي او چاپ کړي دي ـ ښاغلي سيماب   د پښتو ژبې په دغه لوے څېړنکار او د هغه په ژوند او فن يو ښۀ موړ کتاب هم ليکلے دے او داسې ئې د يو پت مند کشر ساهو کردار ادا کړے دے دا ډرامه هم لکه چې د قام نه ورکه وه او ډاکټر صېب راپېدا کړه ـ 

ډرامه په حقيقت کښې د لوستو نه زيات په سټېج يا شيشه د کتلو توکے دے ځکه خو ئې اکثر پوهان د لاطينۍ ژبې ټکي ډراؤسره تړي چې لغوي مفهوم ئې په عمل سره ښودل دي ـ هم دغه سبب دے چې د نړۍ په ادبي تاريخ کښې ډرامه هم لکه د داستان ډېر زوړ او لرغونے توکے شمېرلے شي او په بابلي،يوناني،هندي اساطيرو کښې داستان سره غېږ په غېږ  راروانه ده چې خواوشا څلور زره کاله زوړ تاريخ لري

البته په دې توکي په لومړي ځل د افلاطون نازولي شاګرد ارسطو په منظم انداز بحث وکړو او په بوطيقا کښې ئې د ډرامې په پلاټ ،عمل ،ارزښت او اثر په تفصيل سره خبره وکړه .ده طربيه ،رزميه او الميه بيل بيل کړل او زيات اهميت ئې رزميه او الميه ډرامې ته ورکړو

دغه سفر چې د يونان نه رومن اواټالين نه تراروپا راورسېد او دغلته ئې دوه درې سوه کاله سفر وکړو نو په ټپرېدو ټپرېدو ناوېشلي هند ته هم راورسېده

په پښتو ادب کښې دې توکي خواوشا يوه پېړۍ لار اووهله ګو چې زمونږه د ماشومانو په روايتي لوبو او د پښتنو په لوک داستانونو کښې هم لکه د هندي قيصو ډرامائيت وه خو چې څه ته ډرامه وئيلے شي نوهغه په لومړي ځل د پښتو ډرامې بابا ادم عبدالاکبر خان په کال نولس سوه څلېرشت کښې د تربور په سرخط وليکله خو په تحريري صورت کښې د وينو جام او د اسير صېب درس عبرت 1935 د اوليت او پښتو ډرامې دکلاسيک درجه لري

ښاغلے ډاکټر خالد خان خټک په درې مياشتنۍ پاڅون مجله 2017 کښې په خپل يو مضمون پښتو ډرامه يو نوے نظر څۀ داسې انکشافات کوي چې ٫٫په کال 2011 کښې چې څه وخت ما د بر طانيې په برټش لائبرېرۍ کښې د امير نواز جليا ډرامه درد 1933او د پبو د فضل کريم خدائي خدمتګار دريافت کړه او دغه شان ځنې نورې ډرامې زمونږ لاس ته راغلې نو اوس هغه وخت راغلے دے چې مونږه د پښتو ډرامه نګارۍ د نوي سرنه يوه تحقيقي جائزه واخلو په پښتو کښې د ډرامې ليکلو اغاز خان عبدالاکبر خان په کال 1924کښې کړے وۀ ـ زما د يو خط په جواب کښې خان عبدالاکبرخان ماته په خپل قلم د خپلو ډرامو تفصيل را استولے وۀ د هغه دغه خط تراوسه ماسره موجود دے په 1924کښې هغه د ازاد سکول اتمانزو د سالانه تقريب دپاره وړومبۍ ډرامه يتيم اوليکله او هم هلته سټېج شوه داهم هغه ډرامه ده چې زمونږ اکثرمحققين ورته د درې يتيمان نوم ورکوي دا ډرامه اوس ناياب ده او مصنف مرحوم سره ئې نقل هم موجود نه وۀ ـ

بل کال1926کښې ښاغلي اکبر  تربور په نامه يو بله ډرامه تخليق کړه او هم ئې سټېج کړه دا ډرامه هم بېخي ورکه ده ـ

د اکبر درېمه ډرامه تعليم جديد او تهذيب جديد 1927  کښې مېنځ ته راغله ـ هم ددغه ډرامو ددغه جديد روايت په تقليد کښې د هغه وخت ګڼ شمېر تعليم يافته ليکوال ډرامې ليکلو ته متوجه شول ـ  کله چې رېډيو راغے نو رېډيائي ډرامه هم مخې ته راغله  هم په دغه زمانه1935کښې د وينو جام او درس عبرت مخې ته راغلې چې هم په رېډيو وړاندې کړې شوې او هم په کتابي صورت کښې چاپ شوې ـ دغه زمانه د ډرامې زر زري زمانه وه چې هم رېډيائي درامې وده وکړه او هم په ګڼ شمېر کښې په کتابي صورت کښې ډېرې ښې ډرامې چاپ شوې ـ

لکه د خليق صېب شهيده سکينه 1935 د عبدالکريم مظلوم څهرې 1941د ډيلي نه چاپ او خورې شوې ـ هم په دغه لړۍ کښې د خليق صېب‌ خوږ ژوندون1941  د ابدرې د قاضي رحيم الله نوې روشني د فضل رحيم ساقي سپېرۀ مرګ د جلبل د مزدور دنيااو د خېبر اواز د رشيد علي دهقان د کلو رنځوراو د نصر دوه پښې  د ازادۍ نه پس هم دا لړۍ دوامداره وه لکه د بېنوا تنازغه د ميرا جان د مينې شهيدان د ايس اے رحمان نيمګړے خوب د اشرف مفتون حېدراو د پژواک کالداره روپۍ ـ دغه ټولې ډرامې هم دکال نولس سوه يو پنځوست نه تر نولس سوه څلورپنځوست مخې ته راغلې دي  او هم په دغه کاروان کښې د تاريخي او ملي ډرامګۍ تاج د ارواښاد محمدنواز طائر په سر وخت او زمانې کېښود. دې ته مونږه دپښتو ډرامې د دوېم دور ډرامه وئيلے شوـ

هم په دغه دوېم دور کښې دکال نولس سوه شپېته نه پس ټيليويژن ډرامه هم پېل شوه او ددغه دواړو ميډيائي رسنو په سبب په کتابي صورت کښې د ډرامې چاپېدل د نشت برابر شوې ځکه خو ماته يوه ورځ ملګري ګل محمد بېتاب اووې چې ما رېډيو له په زرګونو ډرامې وليکلې خو ټولې لاړې د هوا په چپو کښې تحليل او ورکې شوې ـ

په رېډيو کښې که سمندر خان سمندر،حمزه بابا عمر ناصر، رضامهمندي او بسمل نمائنده ډرامه نګار وو نو هم د رېډيو په غېږه کښې ناست اکثر ډرامه ليکونکو ټيلي ويژن ډرامې ته هم لاس واچولو او ډېرې ښائسته ډرامې اولس د ټيلي وېژن په شيشه ولېدې چې  ډاکټر اعظم،افضل رضا، محمد همايون هما ، خالقداد اميد،سعدالله جان برق نثارمحمد خان،نورالبشر نويد،همايون همدرد او فريدالله شاه حساس پکښې نمائنده نومونه دي لکه چې ماچرته مخکښې هم خبره وکړه چې ارواښاد محمد نواز طائر په خپل ملي اتل ليکلې خپله دغه تاريخي او ملي ډرامه د ډرامې په زر زري او دوېم دور کښې تخليق کړه دا ډرامه هم ماهيت او هم د هيت له لوريه يوه معياري او اهمه ډرامه ده

دغه لنډه،مختصره او ښائسته ډرامه ما په دوه کرته ولوسته اول مې د يو عام قاري په حېث ترې نه ښه مزه واخسته او بيا مې د جاج په غرض هغه د چا خبره د خرېدار په سترګه هم ولوسته ـ ماچې دا ډرامه لوسته نو داسې مې محسوسوله لکه چې زما مخې ته ناڅاپه دوخت په شيشه د کال 1613 نه ترکال 1689 زمانه راغلې وي او د نن په غېږه کښې زر زر په تادۍ تادۍ لکه د فلم په پرده زمونږه دغه ملي اتل د ځنو نورو نمائنده تاريخي کردارونو سره راغے او ما ئې د خپل زړۀ په سترګو ديدار وکړو او بيا يو پړق شو او هم ددغه پړق سره زۀ بېرته عالم موجود ته راغلم ـ

دا ډرامه که يو خوا د ماهيت او مقصد د لوريه ډېره ځانګړې او تاريخي ارزښت لري نوبلخوا د ډرامه نګار د ډرامې په فن هم موټے ښه کلک دے ـ

د ډرامې ژوندۍ او برجسته مکالمې روحاني او ملي فضا او د راويانوسره سره د بابا او صاحبزاده عبدالقيوم خان مقصدي مکالمو دې ډرامې ته ښکلا وربخښلې ده او ددې حقيقت نه هم پرده پورته کوي چې ډرامه نګار د بابا پېغام او د هغه د ذات تاريخي کردار تش لوستے نه دے بلکې هضم کړے ئې دے  او بيا ئې د افغان ملت دغه ستر کردار د خپل نظر او نظريې په اند په ډرامه کښې په ډېر هنر وړاندې کړے دے ـ  دا ډرامه د هند د ازادۍ نه پس تخليق شوې ده ـ ځکه پکښې ليکونکي د يو خاص نظريې لاندې د بابا ژوند او کردار ته کتلي دي ـ خو اساطيري لمس او د بابا ژوند نه اګاهي ليکوال ته لاره اسانه کړې هم ده ـ

ډرامه نګار په خپله په لمحه موجود کښې ناست دے او خپل کتونکے د نن په لار پرون ته بوځي او داسې هم د بابا د فکر په غېږه کښې د اسلاميه کالج د تاريخي او علمي ارزښت په رڼا کښې يوه روحاني فضا داسې راجوړوی چې ددې ملک د ځوانانو او پېغلو ذهن سازي وکړي ـ  اسلام او پښتو سره غېږ په غېږ کړي ـ 

لکه چې ما مخکښې هم اووې ددې ډرامې خوندونه په برجسته مکالمو بشپړې منظر نګارۍ مناسب تخير او مضبوطو کردارونو کښې خوندي دي ـ د ډرامې قيصه په ډېر خوند خوند  مخ په وړاندې روانه وي او ډرامه نګار د بابا فکر او د صاحبزاده وزډم يو بل سره په ډېره فنکارۍ انډول کوي او مخ په وړاندې سفر کوي ـ

د ډرامې دغه تاريخ،ملي او روحاني فضا دروايتي تخير کمے په دغه خوبو پوره کوي او خپل کتونکے په موټي کښې ساتي يا یې د ګوتې نيولے د ژوند په مېله کښې ځان سره بوځي  او داسې ډرامه نګار په خپل مقصد او پېغام ورکولو کښې په ډېر هنر بريالے شوے دے ـ

بابا سره داسلاميه کالج د بنسټ ګر پرمغز مکالمه هم زړۀ راښکونکې او اغېز منه ده  ـ ددې سرسره په ډرامه کښې په بېن اسطور کښې د بابا په حقله د تاريخ په خېټه کښې پروت يو منفي کردار امير خان خوافي هم په ډېر هنر بيان شوے دے  خو زما په خيال دې سره سره د اورنګ مظالم او د بابا د هغۀ په حقله نظر هم په يو څو مکالمو کښې بيانول پکار وو  او علامه محمد اقبال چې دافغان ملت په حقله څه وئيلي دي ـ يا بابا چې اعلان کړے دے چې 

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم


خو ددې دوه اسباب کېدے شي يو د ډرامې اختصار اوبل په دغه زمانه کښې د دوه ګاونډي هېوادونو تاو تريخ والے په ډرامه کښې په يوه موقع راوي وائي چې د سيد احمد شهيد ناکامي د پښتنو د قبائيلي سوچ په سبب مخې ته راغله خو زما د معلوماتو مطابق په خپله د سيد صاحب انتها پسندي او د پښتون کلتور نه ناواقفيت ددغه ماتې غټ سبب وۀ ـ

ډرامه نګار د بابا دکلام انتخاب هم ډېر ښه کړے دے او بيا ئې دغه انتخاب په ډېر هنر په ډرامه کښې لکه د مشکڼو پېرلے دے او لنده داچې دا ډرامه هم فکري هم هنري او هم تاريخي ارزښت لري ـ

الله پاک دې ډاکټر شېر زمان سيماب له نور هم توان ورکړي چې هم دغه رنګ د وخت په ايرو کښې داسې قيمتي لعلونه راپېدا کوي او قام ته ئې پېرزو کوي ـ زۀ دا خپل ليک ددې ډرامې په يوه داسې مکالمه ختموم چې کومه د صاحبزاده صېب او د بابا تر مېنځه شوې ده  ـ

صاحبزاده صاحب بابا ته وائي چې تاسو بايد احمدشاه بابا او علامه اقبال هم ځان سر راوستے وے نو بابا ورله داسې جواب ورکوي ـ

٫٫باور وکړه راوستي به مې وو خو ماوئيل هسې نه د ميا نور په غونډه پېښ شو نو داسلام د بادشاه او داسلام د مفکر په وړاندې به ددې قام څۀ حال وي،،

د ډاکټر صېب د ښۀ ژوند او زيات فعاليت لپاره دعاګو ـ د هغه ملګرے

نورالامين يوسفزے

شاه منصور صوابۍ

٢١/ ستمبر ٢٠٢٤ء

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف