غزل
ښه ده چـــې نشته د اشنا د مینې شـــور نشته
پرېږدئ یادونو اوس مې هاغه د زړه زور نشته
د زړه په ور مــــې مېلمانه ستا د غمونو راغلل
اوښکــو ور وځئ ورته ووایئ چـــې کور نشته
ښه شوه د ژوند له ډک بهیره تش راپورې وتم
د زمانې د احســــــــــــانونو سره پــــــور نشته
د عشق صحـرا ورکو ګردونو پسې لاس ووهه
دا څـو بې سره لېوني دي پاتې نور نشــــــــته
دلته کـې دار هم چا ونه ګڼه ثــــــــبوت د وفا
مینې پــه کـوم ډګر اعظم ته ستا پېغور نشته
#ډاکټرمحمداعظم_اعظم
#پښتوژبه #پښتوادب #پښتوشاعري #دپښتنوغږ
ایک تبصرہ شائع کریں