غزل
په نه خبره، د مودو خفه یم
زه جوړ، جوړ کړی پرېښتو خفه یم
په خپله ژبه باندې ننګ نه کوي
په زړه کې ډېر له پښتنو خفه یم
په تنهایۍ کې مې خلل اچوي
د خپلې ساه په تلو راتلو خفه یم
وایي چې اوس به هېڅوک غلا نه کوي
د لوږې مړهٔ نه شي، په غلو خفه یم
غم را کې پرېښي د خوراک څه نه دي
اوس په لحد کې په چینجو خفه یم
په خپل حالت باندې موسکی غوندې شم
اخر به زه داسې تر څو خفه یم
اسراره څو پورې به ناست یمه ویښ
زه خو د شپې په اوږدېدو خفه یم
داکټر اسرار اسرار
Post a Comment