دا دسمبر ـــــــ چې څومره غلے تېر شو
دومره مې فکر ـــــــ پښه نیولے تېر شو
نۀ مې څۀ شور ــــــــ د هوا ګانو واورېد
نۀ مې چغار ــــــــــــــــ د بلبلانو واورېد
د سرو ګلونو ـــــــــ تش ډنډر پاتې شو
بورا پرېشانه ــــــــــ در پۀ در پاتې شو
د کال انجام ــــــــــــــ خپله قیصه کوله
ستورو سپوږمۍ یې ـــــــــ تماشه کوله
څومره رنګینه ــــــــــــــ ننداره د خزان
پاڼې خورې ورې پرتې ـــــــــ پۀ بیابان
دا چې خواږۀ خواږۀ غـارمۀ وي پکښې
وجود وي کلک ـــــ اټاله زړۀ وي پکښې
اوږدو اوږدو شـپو کښې جور سوچونه
ګډوځي ورځ کښې ـــ د معاش فکرونه
انسان ـــــ پۀ تن غټې خلتې واغوستې
غرونوجامې ـــــــــ د مرتبې واغوستې
د درد نه ډک یاد ـــــ زړۀ له ټک ورکوي
پاڼو له باد ـــــــــ نرے چورلک ور کوي
حېـــدره! ـــــ څومره عجیبه منظر دے
چې دا خوشحاله ـــ کۀ خفه منظر دے
Post a Comment