مزل کوي له انتها تر انتها خوبونه
حسن يوسف شي او تراشي د زلېخا خوبونه
په ما نازله شاعري کړي بدترينې لمحې
د ناز مالکه!! چې دې او ويني ادا خوبونه
لمره !!! اخر د کوم مرض دوا يې؟ نه يې کنه
په رڼا ورځ تري تم وينمه زما خوبونه
بې انصافي ده چرته هغه چرته دا وختونه
منصفه خدايه!!! چرته هغه چرته دا خوبونه
مړه مړه سوکه سوکه ترې څاڅي د ادم بې وسي
هوا راوړي دي جنت نه د حوا خوبونه
شوګيرو شپو ته کړم ډېوې ستا خوبولې سترګې
لوګي لوګي ساتمه ځان ته په نڅا خوبونه
خود کلامي کوم روان يمه د شپې ممتازه
ما پسې شاته را روان دي بې نوا خوبونه
Post a Comment