غزل
د سترګو شور، د شونډو اور، او جام پۀ بله اؤړي
نن د ساقي د میخانې، ماښام پۀ بله اؤړي
ساقي د ډکو پېمانو نه، څنګه ګُوټ ؤکړمه
چې ستا پۀ سترګو کې، د ژؤند پیغام پۀ بله اؤړي
د چا پۀ کور کې روژه ماتې له، کجوره نۀ وي
د چا پۀ کور کې، د افطار طعام پۀ بله اؤړي
د پنجابیانو د لاهور پۀ تخت، رقصُونه کیږي
د پښتنو پۀ جنازو باګرام پۀ بله اؤړي
د دروېشانو پۀ جامو کې د شاهانو ژړا
پۀ اوښکو لُوند اِحرام کې خاص او عام پۀ بله اؤړي
د چا دُعا مسلمانان لۀ ستونځو ؤ نۀ ویستل
زرینه، بیا د عرَفات قیام پۀ بله اؤړي
Zareen Parishan
ایک تبصرہ شائع کریں