دَ ګران محترم مشر زرين پرېشان صېب خوندور کلام او تاسو
چرته چې ضمير د خواهشونو غلام شوے دے
هلته کښې نېک نامه سړيتوب هم بدنام شوے دے
څهٔ عجيب تصوير د مصور دے د حوا د لور
ټول د کائنات د حسن حد پرې تمام شوے دے
کوم ځائے کښې چې شپه په شوګيرې ناوخته تېره شي
هلته کښې سحر وختي د وخته ماښام شوے دے
هر سړے د خپل د غرض بُت نه طوافونه کړي
دغه تصَؤر په مونږه ټولو کښې عام شوے دے
څوک وائي چې دلته د سرونو سودا نهٔ کېږي
دلته کښې خو سر د پاسه سر،هم نېلام شوے دے
چرته سياست چې کاروبار شي د خدمت په نوم
هلته د جمهور جمهوريت هم ناکام شوے دے
نهٔ منم هغه مُلا چې شاه وي يا د شاه په شا
هغه په سر سترګو چې د خلقو امام شوے دے
خلقو نن قلم او مونږ ټوپک لاس کښې اخستےدے
دا دَ پښتنو زرينه کوم پلؤ پام شوے دے
ایک تبصرہ شائع کریں