ستا تالاش کښی ورک ستا فکر وړے یم جانانه
کوم خوا به دی ګورم ستړے ستړے یم جانانه
وخت چی می په کوم طرف وړی، د مجبورئ به ځم
زه خو ده اوبو په سر خسنړے یم جانانه
دا زما ادم ده ، د آدمه تر دی دم قیصه
زه که ده هر دور یم خو نیمګړے یم جانانه
خدای خبر چی مخکی به ده کومو مرحلو اوځم
لا خو زہ ده عشق مکتب کښی چنړے یم جانانه
پت ښیګړه توره او وفا ئي څلور توکی دی
زه خدائي ده هغی خاوري رغ کړے یم جانانه
هغه چی ئي ژوند په هر قدم رنګینه کړے وو
هغه تسکین اوس ژوندو کښی مړے یم جانانه
تسکین مانیروال
ایک تبصرہ شائع کریں