چا ته به څــه واٸم چې دا اونه شوه / جميل خان جميل

شاعرې

Saturday, October 28, 2023

چا ته به څــه واٸم چې دا اونه شوه / جميل خان جميل


 



غزل



چا ته به څــه واٸم چې دا اونه شوه 

خبــــــره وشوه خو رښتيا اونه شوه 


راغلے خو راغلے خو  ټيټ سرے راغلے

په احتجـــــــاج او په ژړا اونه شوه


څوک چې اولس ته د وفا تشريح کٸ

د هغه خلقــــــــــــو نه وفا اونه شوه


دا چې ژوندي دي  نو ژوندي داسې وي

پسې په دريمـــــه بس دعا اونه شوه 


نړۍ د علـــــم پــــــــه رڼا ژوندۍ ده

مونږ پښـــــتنو ته ترې رڼا اونه شوه


  ستا مرور تنــــدے خو نه شم ليدے 

که ستـــــا په ناز او په ادا اونه شوه


 چرته چې کيـــــــږي  د وحشت خبرې  

هغه ځـــاے  بيا ناسته زما اونه شوه 


جميلـــــــــه ما خـــــــــو افسانه ګڼړله 

چې حقيـــقت شــــــو انتها اونه شوه

Post a Comment

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف