غزل
څوک بې دمه بې مزې ځي
چې په لار د ميکدې ځي
نوم د تلو په خله وانه خلې
ګنې سا مې درپسې ځي
اول حق دې د خور ورکړي
بيا په لور دې د کعبې ځي
تاسو ځئ په اټک واوړئ
زما خپې تر مارګلې ځي
څوک د زړه له درده ژاړي
په دې لاره څوک دشپې ځي
په دې دومره لوی مخلوق کې
يو نيازک به ستا په خلې ځي!
ایک تبصرہ شائع کریں