غزل
زۀ يم تۀ ئې توره شپه ده او باران دے
تېل تمام دي ډيوه مړه ده او باران دے
تورې زلفې ئې پۀ مخ خورې ورې دي
د ځوانۍ پۀ خُم نشه ده او باران دے
چې پۀ طمع د يو ښکلي د راتلو يم
راته اور لمحه لمحه ده او باران دے
تۀ راځې له خوشحالۍ به مې ساه ووځي
مل مې دغه اندېښنه ده او باران دے
زۀ له کوم کوم کېفيته پکښې تېر شوم
زړۀ ! دا شپه څومره خوږه ده او باران دے
سندريز احساس مې بيا پۀ ګډا سر شو
ستا د ياد يوه شېبه ده او باران دے
اوس به چرته او پۀ څۀ حال وي فِطرته؟
هر يو ياد ئې معمه ده او باران دے
ایک تبصرہ شائع کریں