"غزل"
هر نظر ئې پۀ حیرت کښې ځان له وړے دے که نۀ دے
نزاکت د یار پۀ ګوتو چا جوړ کړے دے که نۀ دے
دُنیاګۍ! تاته دې خداے وي پۀ ایمان ایمان ئې وایه
یو بنده آیا پۀ ژوند در پۀ کښې مړے دے که نۀ دے؟
وخت نۀ وخت د راحت ګوري وخت نۀ وخت د فرصت ګوري
وخت پیاده پیاده روان دے پۀ زړۀ ستړے دے که نۀ دے
د نقطې غوندې د ذات پۀ دائره کښې ئې راګېر یم
رشته څۀ ده؟ تاؤ د پښو نه مې یو پړے دے که نۀ دے
اوبه خور ئې چې شیدا* وۀ د ادب پۀ زمکه کړے
بریال هم یعنې د هغې ونې زړے دے که نۀ دے
*کلاسیکي شاعر کاظم خان شیدا
ـــــــــــــــــــ
بریال یوسفزے
پښتو څانګه جهانزېب کالج،سوات
ایک تبصرہ شائع کریں