صابر شينواری / زما محبوب و خو اوس لاړۀ په استاد شو بدل

شاعرې

پیر، 30 اکتوبر، 2023

صابر شينواری / زما محبوب و خو اوس لاړۀ په استاد شو بدل

 



غزل


زما محبوب و خو اوس لاړۀ په استاد شو بدل

زما قاري زما سامع و په نقاد شو بدل


د چا حصول و دومره ليرې چې په لاره لاره

خواهش کم رنګه شو آخر د زړه مراد شو بدل


د ښار حاکم په نوې بڼه مخ ته څۀ راغی نن

چې مرده باد شو هم بدل او زنده باد شو بدل


چې روئې د خلکو واوښتې زه هله پوه شوم

چې اوس زما په شا او خوا کې مخ د باد شو بدل


صابره څه به غم کوو یا به ماتم جوړوو

چې هله ډاډ شو بدل او هله اوس داد شو بدل


صابر شينواری



ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف