زور ګېري
اوويا کاله پوره شول زور زياتے راسره کېږي
حېران يم چې ملي غېرت به کله راويښېږي
د شمار يو څو تنان مو پۀ څټونو راسوارۀ دي
د قام وګړي ټول پۀ خپل نفاق خوارۀ وارۀ دي
د ملک پۀ وسائيلو د څو تنو موج او ماج دے
زمونږه پۀ کورونو کښې د لوږو تندو راج دے
دا مونږ سره چې کېږي د عمل رد عمل دے
مونږ ساز نۀ يو نو ځکه حکمران راباندې غل دے
د خپل عمل د لاسه در پۀ در خاورې پۀ سر يو
خپل حق ګټلے نۀ شو د قسمت نه مرور يو
کۀ مونږ د اتفاق او اتحاد پۀ لار روان شو
مرام ته به رسېږو چې لۀ يو بله قربان شو
کۀ دغسې پۀ مونږه مسلطه ځان ځاني وي
ولس به د څارو پشانې داسې پېزواني وي
تر څو چې د قانون بالا دستي يقيني نۀ شي
تر څو چې د بې وسو دادرسي يقيني نۀ شي
تر کومې چې وي دې وطن کښې راج د بلاګانو
تر کومې چې آزاد وي قاتلان د رڼاګانو
تر هغې به مونږ دغسې بې وسه خوار و زار يو
تر هغې به لړزېږو چې لۀ يو بله وېزار يو
زلمي مو د قاتل نظام د لاسه مسافر دي
بچي يې پۀ وطن کښې پۀ ديدن پسې اوتر دي
وطن مو د قدرت پۀ وسائيلو مالامال دے
بيا هم هر يو وګړے پکښې اوږے دے کنګال دے
دا ځکه چې هر څۀ د څو تنانو پۀ قبضه دي
پۀ زور زياتي قابض ددې بې وسو پۀ حصه دي
ملګرو نوره ګرانه ده نظام راله پکار دے
د پوهې بندوبست او انتظام راله پکار دے
يو موټے يو آواز شئ کۀ حقونه ګټل غواړئ
د مينې لاروي شئ کۀ څوک زړونه ګټل غواړئ
کۀ ګټه کول غواړۍ د تاوان پۀ لار روان شئ
کۀ حق اغستل غواړۍ نو د يو چمن ګلان شئ
سراجه کۀ د قام بچي د سيالو سره سيال شي
وګړي د وطن به پۀ دې خپل وطن خوشال شي
Post a Comment