عزيز مانيروال /د امن باده پښتونخوا باندې راوانهٔ لوتې

شاعرې

پیر، 30 اکتوبر، 2023

عزيز مانيروال /د امن باده پښتونخوا باندې راوانهٔ لوتې

 




عزیز مانېروال

پېداوخت.۱۹۶۰

دپلار نوم.نصیر خان

کلے.مانېرۍ پایان

دوه ځامن انتظارحسېن او ګوګل جان او درې لوڼه

کتاب.دا لېونے لېونے ګرځه۲۰۰۹

مختلف روزګارونه یې کړی دي.کراچۍ کې څه وخت خپل کار روزګار کړے دے.تربېله ډېم او ګدون انډسټریل سټېټ کې حبیب بنک کې څو کاله ډیوټی کړې ده.


غزل


د امن باده پښتونخوا باندې راوانهٔ لوتې

چاپېره الوځې په ما باندې راوانهٔ لوتې


ګولو، بارودو د وطن مارغان ستي پتي کړل

لکه کونتره په هوا باندې راوانهٔ لوتې


هر مازیګر په وینو سور دی، هر سهار خونړی

چېرته کابل او پکتیا باندې راوانهٔ لوتې


د کونډې خور، د بورې مور په خاطر راشه کنه؟

د امن غمه په رښتیا باندې راوانهٔ لوتې


د خوشالۍ، د ودانۍ، د سوکالۍ سپرلیه

د پښتنو په خوا او شا باندې راوانهٔ لوتې


مینه سندره کړه شاعره د خیبر د سره

عزیزه یاره په چغا باندې راوانهٔ لوتې


ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف