🌹عــزيــز مــانــېــروال🌹
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
دا ماښام چې مازيګر ته غاړې وځي
ستا يادونه مې ځيګر ته غاړې وځي
لرو برو يوه ورځ بـه داسـې راشـي
چې کابل به پېښور ته غاړې وځي
هم هغه خلک د کلي در پۀ در شي
چې د سرو ګلونو کر ته غاړې وځي
د سپوږمۍ د رڼا راز راته معلوم شو
دا هم پټ پۀ پټه لمر ته غاړې وځي
وځي وځي بختورو سره وځـي
ښکلي مونږه سره چرته غاړې وځي
غنم رنګه ياره ستا د زړۀ دپاره
عزيز ستاسو ټول ټبر ته غاړې وځي
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
ایک تبصرہ شائع کریں