غزل
یارې منی خو د یارئ واړّه اصُول نه منې
لکه هندُو چې خدائ منی مګر رسول نه منې
دغه سړی دَ مستقبل له زوره نه دی خبر
دا چې مغرور دی پخپل زور او تنزل نه منې
کله اقرار کله انکار وکړی په نه خبره
یار د غزل غوندې مزاج دې تسلسل نه منې
ځنې یاران په خولې د ګوړې غوندې ډیر خواږه وی
خو پخپل زړه لکه تربور درسره کُول نه منې
زمونږ د سیمې خلک هم د قبایلو غوندې
د پېرنګی په زیار جوړ شوې هغه سکول نه منې
د زړه په ځمکه مې کړی کر داسې خود سر ملګرو
وینې د زړه مې شپه او ورځ څکی خو محصول نه منې
مزاج دې هم نه دې بدل عمردراز مروته .
چې دا غزل دې ولې رنګ د تغزل نه منې
___
اروښاد عمردراز مروت صیب
ایک تبصرہ شائع کریں