نور د محبت
رنګ چې شي د مينے محبت په نور
نور د سيرت خور شي د صورت په نور
مړے به دروغژنے رنړا ګاني شي
نۀ راځي تيارے د حقيقت په نور
زيړے پانړے اوچے څانګے بے غُټو
ګل شي د ګلونو د صحبت په نور
څومره چې تر عرشه رسيدلي دي
ډېر د طريقت او معرفت په نور
تاچ د صداقت يې کړو په سر ورته
شو صديق اکبر د صداقت په نور
زيري پرې دنيا کښې د جنت اوشول
ستوري د اسمان شول د الفت په نور
سوال کوي بابر ستا د حبيب په مخ
سپين کړه راله مخ د خپل رحمت په نور
ایک تبصرہ شائع کریں