ماما اقبال کوثر
د دېرشم سپرلى منتظر رياض تسنيم چې د خپل ادبی ذوق ابتداء ېې د خپل کالج (اسلامېه کالج پېښور) د يوې مجلې نه د محمد رياض رياض په نامه کړې وه بيا رياض تنها هم شۀ خو اوس د خېټې او پته نشته بل د څۀ غم , د کراچۍ غوندې پۀ غېر محفوظه ښار کښې پۀ استوګنه مجبور کړے او پۀ يو وخت ورباندې دوه دوه نوکرۍ کوی او کۀ د رحمان بابا ېاده کړې "نوکري د معشوقو کؤم پۀ عشق کښې "ورسره شمارو نو دا به درېمه وی خو ښۀ کار دادے چې دا دوه نوکرې د شېرشاه په يو پرائېوټ سکول کې غبرګې روانې دی چې په يوه تنخواه اخلی او په بله تنخواه خوری ځکه چې د ناظم اباد سنوپی آئيسکريم ته د خپلې خصوصی شاګردې سره جوړه تلل د هغۀ پۀ کتاب کښې عيیب نۀ دے د کلی معروف شخصيت ېې "زبېر' وۀ خداې زده ځۀ دا نوم ولې اخلم ګنی سلطان محمود قلندر صېب هم د بډه بېرې اوسېدونکے وۀ
د مومندو د ځناور چينې دا خوېزے مومند خبر نۀ يم چې بډه بېرې ته او بېا د بډه بېرې نه کراچۍ ته کومې سيلۍ راوړے وۀ
د ماما face structure داسې دے چې د بنده پرې ښه مينه ماتېږی شوخې زرکينې انګوری رنګ سترګې او پۀ هغو کښې تور واړۀ واړۀ داغونه د ماما سترګو ته بې کچه ځلا بخښی سور سپين ډګلے ریاض تسنیم داسې ځوانی لکه د چندڼ ونه
دشونډو د تبسم او د لهجې د ترنم ېې اميرحمزه خان شينوارے صاحب هم شېدايى شوے وۀ آټوګراف کښې ورته ليکی " نن دګران نوم خاوند راغلے وۀ چې د حلېې نه معشوقه غوندې سړے ښکاری"
د سعيد ګوهر او افتاب بدر دڅنګ يار ښاغلی رياض تسنيم ډېر پاخۀ پاخۀ رنګونه کشيد کړی د هغۀ نقطه نظر دے چې فن خداداد صلاحيت دے خو مشق سخن هم غواړي کېدے شی دغه وجه وه چې د کافی وخت باوجود ما د رياض د ملګرتېا نه څۀ خاص فائده وانخسته
تسنيم په غزل کښې نوې نوې تجربې وکړې د پښتو غزل په حواله کۀ هغه د خپلو همځولو د قافلې نه يو قدم وړاندې نۀ دے روان نو يو قدم وروستو هم نۀ دے
هغه خوشحال خان خټک فقط د تورې او دستارخاوند نۀ بلکې د يو آفاقی او سينه خوګی شاعر په حېث هم پيژنی
تسنیم اکثر د رحمان بابا متعلق دا خبره کوی چې د دې سړی دعا چې
الهی د خپل حبيب لۀ برکته
دا ساده انشاء رنګينه د رحمان کړې
زمکې ته نۀ ده لوېدلې
حمزه بابا ته بابا نه وائى بلکې د رحمان نه بغېر چاته هم بابا نۀ وائي خو امير حمزه خان شينوارے صاحب د لفظونو د شېرينې ښارئې شهنشاه بولی او د هغۀ د "همه اوست" په وجودي فلسفه ژور نظر لری اګر چې روښان زما سره په دې خبره متفق نۀ دے خو تاسو د تسنيم داشعر ولولئ د روښان او زما فيصله به وۀ شی
ستا تر څنګه تنهائی مې ېو پۀ دوه شی
آئېنې ته مخامخ آئینې خاندی
تسنيم پۀ خپله کمره کښې د خپل تصوير په ځاېې د قلندر مومند صېب تصوير لګولے دے ځکه چې دقلندر د خصوصی مکتبه فکر یو غېر معمولی طالب علم دے هغه هم قلندر د خپل دور باېزيد ګڼی
دهغوی په متاثرکن شخصيت نظرياتو او د هغوي د مستندو حوالو په حرف حرف مئېن دے
د تسنيم په تسنيميت او شخصيت جوړېدو کښې هم د قلندر د استادانه صلاحیتونو پوره پوره لاس دے او بياعن لکه د قلندر صاحب د ژوند او فن د تسنيم فن و شخصيت په خپلو کښې د يو بل نه ژوند اخستے
د ماما دا نوم په ډېر سمارټ او زلمی رياض فټ نۀ وۀ خو داسې چل شوے وۀ چې ربنوازمائل صېب چرته چاته د ايوب صابر صېب دا شعر داسې ليکلے وۀ
دا خبرې کېږی اوس زمونږ د کلی جونو کښې
سپين وېښتۀ زرغون شو د صابر ماما برېتونوکښې
دا قصه چې ېې ماته وکړه وئېل مې ښه نو ماما پۀ دې نوم درباندې خاکه نه ونۀ ليکم؟
وئېل ېې وليکه
وئېل مې سوچ پرې وۀکړه
وئېل ېې کړے مې دے وۀليکه
وئېل مې خراب به دې کړم
وئېل ېې هوسۍ مې باری کړه نو څۀ به يوسی
بس ننګ خو د ګور د مړو نه هم ولاړيږى لاس می پورې واھۀ او تسنيم د ټولو ماماګانو "ماما شۀ
هر سحر لامبل هرسحر حجامت کول د غاښونو برش کول دوه درې جوړې جامې يا پېنټ شرټونه استری کول او سحر و ماښام خپلې څپلۍ' بوټان پالش کول ددې نېک بخت معمول دے دا به ووايو چې د زړۀ زور ې زيات دے
مسلمانې ته د نوی کال د ډائرۍ د ليکلو او د هاغه مخې داختر د کارډونو د تبادلې نه مې پخپله خبروی
کله کله مې د خپلې وړې وړې خبرې رازدار ګڼی او کله د حادثولوی لوی سمندرونه په خپله خوګ سينه کښې لکه د خپلو نازولو ارمانوںو خوندی ساتی د چا منګول ښکلول که ثواب نۀ ګڼی نو کفر ورته هم نه ښکاری او د دغه شېرينو تجربونه له راتېرېدو بغېر نه دے پاتې د چا په څنګ کښې چې هغۀ ته ځان د خپل قد نه سېوا لیدۀ شی
هغۀ ته د خپل ذات ناپيد دبقا دپاره د هغې وجود ھم اهم بلکې ډېر اهم ښکاری د جاناں د اردو دا شاعری هم د هغې د ذوق سخن په خاطر وجود لری
سرابون کا سفر هےپاس رهنا
بہت کهونےکا ډر هے پاس رهنا
ېه نګری بې صدا هے جان تسنېم
ېهاں اپنا بهی ګهر هے پاس رهنا
د دؤو تنو تر مېنځه د لچکر کولو شر جوړولو او د هغې نه د خوند او فائدې اخستو چل دې هم خلق د تسنپم نه زده کوی په داسې شفافه او مهذبه طريقه لوبه توده کړی چې شيطان خبريږی خبرېږی ټولې نمبرې دۀ اخستی وی
دا د هغۀ ادارتی او پېشه ورانه خصلتونه دی خو دا هم حقيقت دے چې د خپل يګانه خوی لۀ کبله په پوليس کښې د شل کاله نوکرۍ باوجود يو دوست نه لری
د ودونو سنتونو مشاعرو له به نۀ تلو خو د رحمان بونیری د زوی د سنت مشآعری ته ېی خپل سنت پۀ خپله مات کڑۀ
يوه ورځ ورته ما قصداً ووېل ماما ستا په شاعرۍ کښې د تصوف پۀ خدوخال د يو مضمون اراده فرمائم هغۀ وئېل پۀ خلاص مټ ؤليکه خو زۀ لکه د حسرت موهانی اعلان کؤم چې کۀ زما پۀ شاعرۍ چا دتصوف ګمان وکړو نو زۀ به پۀ کښې آئنده د هغه جينکو نومونه هم ليکم په کومو چې ما شعر وئېلے وی او لکه د تېزې سيلۍ سره بارداره ونه؛ دغسې به د نېازبېنې خندا سره دې زمکې له لاڑ او راغے
د حافظ شېرازی د خيال چې شراب د دؤو کالو زاړۀ او معشوقه پوره د څوارلسو کالو سره سل په سله متفق دے
څوڅو کرته د جمات په دروازه ننوتے اودس ېی کړے خو په ستړو وړو قدمونو د خداې د کور په دروازه بغېر د مانځۀ راوتے دے کله کله داسې پوخ مسلمان شی چې تۀ به وایې دا دے اوس اوس ېې د کوم صاحب طريقت و شريعت مرشد په لاس بېعت وکړو او رااووت خو کله کله داسې باغی شی چې که زما نه چا تپوس وکړو چې
تسنيم څوک دې د تسنيم عقيده څۀ ده
لوی کافر خو د کعبې مېنځ کښې ولاړ دے
دکراچۍ دملګرو دا دستور وۀ اوس هم دے چې په کوم اتوار به د جرس احلاس وۀ په هغه اتوار به ريګل ته ملګری زيات راتلل، د رارسېدو سره به د دوی وړومبۍ حمله په فټ پاتھ د کتابونو په خورو ورو سټالونو وه تر غرمې وخت به چا د خپلې خوښې د کتابونو په لټولو کښې تېر کړو او چا به په پټولو کښې خو په دې دواړو 'ټولو' کښې به د تسنيم پوره پوره لاس وۀ
احلاس به کله د رحمان بونېری او روشن پاکستان په شريک دفترريګل کښې وۀ او کله به د طاهرافريدی دفتر بولټن مارکيټ کښې وۀ خو چې هر چرته به وۀ تسنيم به په کښي د تنقيدی اجلاس مورے وۀ
داولسی ادبی جرکې بانيان چې زمونږ اسلاف دی د جرګې اجلاس ته غوبل او قلندر صېب ته به ېې د غوبل ستن وئېله او د غوبل نورو سټېک هولډرز به خالی جامبرې راښکلې
ګو چې دا اصطلاح د لويو لويو خلکو ده او مونږ د خپل جسمانی او علمی ضعف تر مخه د احتېاط سره د تسنيم لمنه نيولې وه
ماما د مسلمانانو ډېر خيال ساتی مسلمانان هغه د ورندار پلارګنۍ ته وائى
چی هلته ځی او سپين استری شوے کاټن واغوندی نو د بنارس نه دلېبر کالونۍ پوری يوه ګهېنټه سفر د جامو د ګونجې کېدو د غمه په ولاړه کوی
مسلمانان نسلاً سېدان دی او د سيد علی ترمذی اولاد دے د مانسهرې سره د تعلق له کبله د هغوی ژبه هندکو ده دغسې ماما ته د عشق معلوم و مقصود په خاطر مشر شاه جی" سخر بابا" د خپلې خور په وېنا د بابا حېدرزمان کردار ادا کولے شۀ
چې د رياض د رشتې بند بنا کېده د هغه يو ملګرے شاه اسلام نومېده په دغه سکول کښې استاد وۀ بسم الله د هغه نه وشوه او د يوې سيد زادې دپاره د يو هجرزاد مومند رشته د يو پدری ملا خو بنفس نفيس د يو سوچه ملحد په لاس لاړه
څو ورځې پس د لاهور نه يو تفتيشی ټيم راغلو چې پوره پنځلس ورځې تفتيش ېې وکړو تفتيشی افسره د رياض دښځې ترور وه چې د لاهور نه ددې کار د خرابولو دپاره راغلې وه چې کله فېصله د رياض په حق کښې راغله نو د هغه په رڼو سترګو کښې غوټۍغوټۍ اوښکې ګرځېدې کيدے شی هغه څوک مس کول خو څوک؟
ېه کہاني پهر سهی
داسې به څوک وی چی د تسنيم غوندې بې نيازو نه به د خط وکتابت طمع لری پۀ دغه قبر چا ھم شکری نۀ لیدلې په دې دومره اوږده موده کښې هغه زما د يو خط جواب د ابراهيم بابوجې په لاس راکړے وۀ
چې د تبرک دپاره ېې نن تاسو سرہ شریکوم
مسلمانه!
سلامونه
خبرېږم چې لکه د قطب په ځاې پروت ېې کوشش کوه کېدے شی چې ولايت او مرتبې ته هم نزدې شې
ماما! ستا د زړۀ د حاله خو به يو خداې خبر وی خو د ماما د زړۀ د حاله دی يو ماما خبر دے دعا کوه
په شاعرانو مېلمنو تا خداې اباد لره او په کليوالو مېلمنو دلته مونږ ښۀ اباد يو
قېصر اپريدې راغلے دے هغه بله ورځ ورسره مونږ د اکادمی ادبېات پاکستان په دفتر کښې يو ماښام وکړو
زما په نزدې ملګرو کښې يقين وکړه چې په هغه ماښام ستا کمے محسوسېدۀ نور بېا
فقط
ستا رياض تسنيم
27 اپرېل 1997
ایک تبصرہ شائع کریں