رحمت شاه سائل

شاعرې

اتوار، 11 اگست، 2024

رحمت شاه سائل

 


غزل  


دا چې غمژنې شوګېرې کوې دا چاته کوې 

لکه مرغې په غنو شپې کوې داچاته کوې 


چې دې ښېرې او سېزي شون‌‌‌‌‌‌ډې دعاګانې یې کړه 

په دعاګانو کښې ښېرې کوي دا چاته کوي


په خاموشۍ کښې هېبت ناکې زلزلې راولې 

داکله کله چې نعرې کوې دا چاته کوې 


تا خو دا ټول سپرلے په دې دامانو ځان له تير کړو

چه د ګل پاڼو نه جامې کوې دا  چاته کوې 


ته خپل غمژن غمژن اواز رسوول چاته غواړې 

دا کله کله چې ټپې کوې دا چاته کوې


خال په تندي ږدې د رېدي د زړه د سوي داغه 

چې د غانټولو نه ګجرې کوې دا چاته کوې


دا تاته چا دي در زده کړي د سائل سندرې 

چې په سندرو کښې ګېلې کوې دا چاته کوې



ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف