غزل _ صاحب شاه صابر
څه زورورې وې څه زور يې کوو
سترګې دې اور وره ؤ اور يې کوو
انتظار ستا بې لوظې څه کوله
زه يې وژلمه پيـــغور يې کوو
ما د زخمونو ژبــــــــې وتړلې
ماله يي شر جوړوو شور يې کوو
ګل په ورغوی کښې پرهر ګرځوو
سينګار زما د زړه د کور يې کوو
غم هيرول هســــــې خبره نۀ ده
پرهر چې خوله ور وسته اور يې کوو
ستا د تنکې مينې د تاوه قربان!
زما د زړه د درد ټکور يې کوو
د ځوانې خوب يې ويښوو صابره!
مينې مستې کوله شور يې کوو
Post a Comment