تشې قيصې به د أحد او جنګ بدر کوو
نور که هر څه راسره کيږي مونږ به صبر کوو
حسينه! ستا د قربانۍ قدر د خداۍ سره دے
مونږه نه پيژنو دا شے، او نه ئې قدر کوو
زمونږ انجام سره غرض نشته خو وخت تيروو
په معروف نهي او په نهي باندې امر کوو
*که په اسلام کې علم فرض دے په نر او ښځه
خو مونږ په ښځو علم نه کوو، مونږ ستر کوو*
د خپل بادار مخالفین برداشت کولې نه شو
یا به خله سمه خوزه وي يا به پرې جبر کوو
څو چې ژوندے وي قصيدې به ئې په چغه وايو
شي که وفات مشاعرې به ئې په قبر کوو
هر څه جې کړي راسره کړي به، دا نازبين دے زمونږ
مونږ د پخوا نه احترام د داسې مشر کوو....!
عبدالرحیم روغانے بابا
Post a Comment