که غزل مې ورته ووې که رنا مې ورته ووې
خپل ایمان مې ورته ووې خپله ساه مې ورته ووې
تورې سترګې په خندا شوه تورې زلفې په شاه لاړه
چې بیګاه مې خوا له راغله چې بیګاه مې ورته ووې
خپل نصیب ته فکر یوړم خپلې برخې ته حیران شوم
چې اشنا یې راته ووې چې اشنا مې ورته ووې
اوس یو بل ته کتے نه شو اوس د یو بل نه شرمېږو
چې رښتیا یې راته ووې چې رښتیا مې ورته ووې
څه کچه شوه څه خفه شوه مخ یې واړوو غصه شوه
چې وعده مې کړه وریاده بې وفا مې ورته ووې
د یوې لارې پښتون یم، په یوه ژبه پوهېږم
چې تپوس یې رانه وکړو، د زړه غلا مې ورته ووې
یار مغل وو پښتو نه شو، زه پښتون ووم مغل نه شوم
د دُنیا یې راته ووې، د دُنیا مې ورته ووې
ډاکټر صاحب شاه صابر ❤️ 🌹 🤲
Post a Comment