څـــــــــو دانې لونګ راته په جام کښې واچوه
ښکليه! ته خپل رنګ راته په جام کښې واچوه
ښه جي ! پيښور کښې شراب نه غواړم .ګناه ده
ښـــــــــــه! د تيراه بنګ راته په جام کښې واچوه
اے!!! زمــــــــــــــا نشه به نيمه پاتې شې کافرې
اے!!! د بنګړو شرنګ راته په جام کښې واچوه
ســــــــل ډيوې رڼا کړه .ما ته ما پکښې اوښايه
عـــکس د مست ملنګ راته په جام کښې واچوه
نـــــــــــن موسيقي نه اورمه . نن موسيقي څښم
وا بـــــــــــاچا!! آهنګ راته په جام کښې واچوه
يـــــو يې سه تر شونډو .بيا يې راکړه په مسکا
ځـــــــــــه .زما قلنګ راته په جام کښې واچوه
ګډ يې کړه شرابو کښې .ساقي، د ممتاز واوره
هــــغه شوخ او شنګ راته په جام کښې واچوه
ممتاز اورکزی✍🏻
ایک تبصرہ شائع کریں