بچے په ځان باندې يؤ قسم الزام ونـه سـاتي
وجود مزدور ساته خو ذهن غلام ونه ساتي
داسې کار وکړه ځان د وخت نه وخت د ځـان غـلام کـړه
داسې کار وکړه چې وختونـو تـه بـام ونه ساتې
د خدائی د مخې ګناهونـه کـــــوه مـــه ویـريږه
خو د انسان د مخې لاسو کښې جام ونه ساتې
دا چې خدائی او رسول نه مني قرآن ته ګوره
دغه سړے چرته سړيه امام ونه ساتې
منير پاګل خو چې نا وکړي بيا يې نا کړے وي
اے لیونے به شې دا لارې ماښام ونــــه ســــاتي
منير جان
ایک تبصرہ شائع کریں