سایل زموږ د هر ارمان ترجماني کړې ده!

شاعرې

Friday, January 17, 2025

سایل زموږ د هر ارمان ترجماني کړې ده!

 


سایل زموږ د هر ارمان ترجماني کړې ده!!


سایل نن و سبا پنځهٔ اویا کلن دی. د شاعرۍ پنځلس او د نثر پنځهٔ کتابونه یې چاپ شوي دي. دی پهٔ (۱۹۵۰ز) کې د ملاکنډ درګې ( ورتیر ) کلي کې زېږېدلی دی. څلور کاله یې ښوونځی ووایهٔ خو نور ونه شوه. ځکه د دوی د کلي ښوونځی تر څلورمه و. او بل کلي ته د تګ وس یې نه و. سایل ډېر وختي مزدور شو. تنکی ماشوم و، چې د (خیاطۍ) پهٔ دوکان کې شاګرد شو. دهٔ لوستل لهٔ اخبارونو زده کړل. خوند یې ورکاوهٔ چې لوست وکړي. هلته دلته مزدوري یې هم کوله. سایل صاحب چې لس کلن و. د همغه وخت یوه خاطره وايي: 


« ترور زوی مې و. باغونه یې اخیستل. د خټکو (خربوزو) باغ یې اخیستی و. زهٔ یې زمیندار وم. دهٔ بهٔ ښار ته خټکي وړل. هلته د باغ تر څنګ ویالې ته یو شپون راتلو. غواوې یې څرولې. د (یوسف خان او شیربانو) کیسه یې منظومه ویله. ډېر عجیب غږ یې و. ډېر خوند یې راکړی و. 


د کلي کوڅو ته کتابونه راتلل. د همدې کیسې کتاب مې پیدا کړو. ومې لوست عجیب غوندې یې بدل کړم. د کلي لویه حجره وه. هغلته مې ولوست. ټولو ته یې خوند ورکړ. بیا بهٔ کلیوالو کتابونه راوړل؛ ما بهٔ ورته حجرو کې ویل… ما باندې هرې کیسې بېل اثر کاوهٔ. » 


لهٔ سایل صاحب مشاعره کې وړه مکتبۍ پوښتنه کوي: څهٔ وجه ده چې شاعر شوې؟ 


سایل صاحب موسک، موسک شي وايي: « دا خو بهٔ دې ښځو سندرې وې ودونو کې، حجرو کې بهٔ هم مجلسونه وو. هغې موږ ام متاثر کړو. نن چې تاسې ته ما شعرونه ووې؛ نو تاسې بهٔ لهٔ دې نه پس شاعرۍ ته پام کوئ. شاعري ډېر ښهٔ شی دی. دا علم دی، تاریخ دی، فرهنګ دی. دا زموږ شریک وطن دی بچیه، ستا غوندې بچیان زما هم شته، مکتبونو ته ځي. ماته همغسې ښکارئ. »


وخت تېرېدهٔ؛ د (سوداګر کاکا) پهٔ نوم څوک دوکان ته ورته راتلو، هغهٔ هم د شعر او سندرې ذوق لرلو. سایل خپله لومړۍ څلوربیته همدې سوداګر کاکا ته ویلې وه. دی لا دیارلس کلنۍ ته نه و رسېدلی ؛ چې شعر یې پهٔ رګونو ننوت. ټوله ورځ پهٔ مزدورۍ ستړی سایل بهٔ ماښام؛ د خیال پهٔ دونیا کې د ګلابونو پهٔ پاڼو ویدهٔ و. د دهٔ ټوله ستړیا بهٔ اسویلی شو؛ همغه اسویلی بهٔ بیا شعر کې ترې وت. 


د توت خورکو، سور سرکو د ښکار

موسم چې را شي موږ لیندې نه لرو

د لوبو وخته د غربت افته

چې تار پیدا کړو باغندې نه لرو


مزدور سایل نه غوښتل څوک پرې خبر شي. دهٔ ډېر اسویلي شعر کړي ول. خو د کتابچو پهٔ پاڼو کې څلور کاله پټ ول. خو نور ونه شوه؛ سایل بهٔ خپل توري پټ کړي وو خو د دې تورو خوشبو یې څرنګه کړې وای، هغه خو نه ایسارېده… 


سایل صاحب د همغه وخت خبره کوي: 


« شعرونه مې پهٔ بل نوم لیکل، بیا بهٔ مې د کلي د حجرو پهٔ مجلسونو کې سندرغاړو ته ورکول، ما وې د خلکو برداش وګورم، کتل بهٔ مې د ټولو بهٔ خوښېدل… کله چې مې ځان وښود؛ چې شعر لیکم؛ اجمل خټک مې یو اخبار کې غزل لیدلی و؛ ماته یې خط راولېږه چې: ( ډېر ښهٔ شعر دې لیکلی دی. تهٔ ډېر ښهٔ شاعر کېدای شې، خو یاد لره چې څومره مخکې ځې خلک بهٔ دې پښې راکاږي… ) د همغه غزل یو بیت لا را یاد دی: 


دا ژوند لکه ډیوه چې کړي ژړا پهٔ پټه خولهٔ

تیارو ته د منزل چې کړي رڼا پهٔ پټه خولهٔ »


د سایل پهٔ زړهٔ کې یو بل سایل، یو شاعر سایل را زرغون شو. چې خبرې او سندرې یې غوښتلې، چې د وطن غم یې زړهٔ ته ننه ایست؛ چې ولس یې جانان کاوهٔ… هغه وخت یې مور ته نظم لیکلی و؛ څو کړۍ یې داسې وې:


مورې زهٔ زلمی یمه، ژوندی یمه، ژوندون کوم

لږ مې د ژوندون پهٔ دغهٔ دشت کې زغل ته پرېدوه

ځمه جوړوم لارې د مینې بهارونو ته

مورې اجاز را که ما لږ مزل ته پرېدوه

ستا د زړهٔ ټوټه یم د جانان د اوربل ګل یمه

صرف ستا بچی نه یم د ټول ولس سایل یمه…


بیا یې پهٔ ډاډه زړهٔ د خپل وطن تڼاکې پهٔ شعر کې چاودې کړې:


تار، تار پروت دی چا را ټول نه کړو سایله

د پښتون وطن ګرېوان د لېوني دی 


 د وطن فریاد جلا و، سایل چې واورېد، خپل اسویلي یې هېر شول. سایل د وطن پرهرونه، وران ګودرونه، سوي ګلونه، لوېدلي دېوالونه، زخمي غرونه… وژړل. ویې ویل: 


نهٔ لوګی شته، نهٔ چا لمبه کړل تنورونه

دا څهٔ چل شوی

زما د ښار پهٔ ماښامونه…


د سایل شعرونه سندره شول. د پښتون پهٔ کلک زړهٔ کې لارې وکړې. سایل؛ کچکول را واخیست. ویې ویل:


بیا سایل پتري وهم پهٔ خپل ټوټې، ټوټې کچکول

خیر د پښتنو نه، د پښتو لهٔ پاره غواړمه


سایل صاحب د باچا خان تر سیوري لاندې را لوی شو. د دهٔ پهٔ وینا:


ما ته دا نصیحت کړی باچاخان دی

څوک چې خپله ژبه ورکه کړي نو ورک شي


دی د باچاخان خاص کس و. د هغهٔ پهٔ غونډو کې بهٔ یې شعرونه ویل. داسې هم شوي چې یوه غونډه کې سایل د (تپوس)پهٔ نوم کوم نظم لوستی دی. باچان خان دریځ ته درېدلی ویلي یې دي: « زهٔ نور تقریر نه کوم. ټولې خبرې سایل صاحب شعر کې درته وکړې. بس همدا زما خبرې هم دي. » 


د همغه (تپوس ) نظم څو کړۍ:


زهٔ هم یو انسان یم دې وطن کې زېږېدلی یم

دلته د ژوندون د تېرولو حق لرم که نه؟

زهٔ چې حیوان نه یمه انسان خدای پیدا کړی یم

دلته کې د خولې د پرانیستلو حق لرم که نه؟

څهٔ وکړم شاعر یم د احساس تنور کې سوزمه

لاس کې مې قلم دی، د لیکلو حق لرم کهٔ نه؟


اې د حق غوښتونکو، حق پرستو یو تپوس کوم

اې د لوی انسان پهٔ مینه مستو، یو تپوس کوم…


د درمل صاحب لهٔ قوله: « باچاخان لهٔ دې دومره عظمت سره ـ سره پهٔ درګې کې د سایل صاحب د جامو جوړولو (خیاطۍ) دوکان ته ورتلو. » 


د باچا خان پهٔ کورنۍ کې (غني خان ) هم د سایل شعرونه خوښول. یوه ورځ یې سایل صاحب ته د کور او پټيو د ورکړې خبره کړې وه. خو سایل صاحب ورته ویلي وو: « نه. نه غواړم بچي مې داسې حس کړي چې پردي ځای کې را لوی شوي یو. » چې بیا یې وویل:


د پردي سیوري نه پهٔ خپلو سرو غرمو کې ښهٔ یې

دلته بهٔ ډېر ګران یې، کهٔ هلته شوې ارزان بهٔ شې


غني خان پهٔ دریو جلا ـ جلا مرکو کې ددې پوښتنې پهٔ ځواب کې چې: « پهٔ ښه شاعرۍ کې چاته ډېر خوشبین یې؟ » د سایل نوم اخیستی و. سایل صاحب یې یوه خاطره داسې بیانوي: 


« ما پهٔ غني خان یو نظم لیکلی و. دهٔ خپلې شخصي مشاعرې ته بللی وم. ورغلم؛ هلته چا نه پېژندم. ډېر خلک وو. د غني خان نظر هم راباندې ونه لګېد، مشاعره چې ختمه شوه؛ راوتو کې مې ولید؛ لهٔ ستړي مه شې مخکې یې راته ووې:


ـ یه، الکه تهٔ هم راغلی وې؟ تا ولې غږ نه کاوهٔ؟

ما ورته ووې زهٔ خو مېلمه وم. نو څنګه غږ مې کړی وای. 


دی خبر شوی و، چې ما پرې نظم لیکلی. راته ویې ویل:


ـ تا څهٔ لیکلي دي؟ ماته یې وایې نه؟

ما ورته ووې: « نه، نن یې نه درته وایم. »


هغه نظم بیا یوې رسالې چاپ کړو. غني خان بیمار و، پوښتنې ته ورتلو. ما هغه رساله هم یوړه. ډېر راته خوشال شو. ما هغه رساله راواخیسته چې دهٔ ته لیکلی نظم مې په کې چاپ و. 


زموږ د ناستې کوټه کې یو سړی یوې بلې خوا ته تلو؛ څنګ کې یې څهٔ نېولي وو. څادر یې اغوستی و، غني خان ورته ووې: ( تهٔ څهٔ کیې، ځې؛ راځې؟ څنګ کې دې څهٔ نېولي؟ ) هغه ورته ووې: ( جي! دا (ټېپ رېکارډ دی. ) غني خان ورته ووې: ( تهٔ څهٔ ځې؛ راځې… دی بهٔ یې یا وایي یا بهٔ یې نهٔ وايي. )


زهٔ ورته موسک شوم؛ ورته ومې وې: وایم یې، نن یې درته وایم. 


هغه ته مې ګپ کې ویل؛ ستا پهٔ بهانه مې خپل صفت هم ډېر کړی دی. هغه نظم داسې و چې:


تهٔ د پښتنو غني یې، زهٔ د پښتنو سایل

دواړه پهٔ دې لارو کوڅو، ډېر ډېر ګرځېدلي یو… »


سایل؛ لهٔ ماشومتوبه درزي و. او تر زړښته درزي پاتې شو. 


ستا د درد دولت یې ډېر دی جمع کړی

سایل هغه خوار سایل نه دی مالدار دی


یو وخت یې چې شعرونه ډېرو سندرغاړو وویل، نوی ـ نوی مشهور شوی و. د ډېرو خلکو ور پام شو؛ پهٔ یوه مرکه کې د همغهٔ وخت خاطره وايي: 


« شهرت خو ښهٔ شی نه دی. زهٔ پټېدم لهٔ خلکو؛ ما وې دا دومره خلک… دا بهٔ څنګه پالې، څهٔ مې چې ګټل، پهٔ چایو تلل. » 


سایل صاحب یو کال (هریپور) بند کې هم تېر کړی دی. دی یې ځکه بندي کړی و چې ورته ویل یې: « تهٔ زموږ د نظریې خلاف کارونه کوې. » سایل صاحب وې: «ورته ویل مې چې تاسې خو مو نظریه ووایئ، چې رښتیا یې خلاف یم؟ خو دوی هیڅ نه ویل. »


سایل صاحب زندان کې هم مزاحمتي و. کله بهٔ یې ملګري پارولي وو چې اوبهٔ نشته، کله بهٔ یې ویل دلته حمام نشته… سایل صاحب چرته د هغهٔ وخت خاطره لیکلې وه: « سم لهٔ مازیګره مې پهٔ ذهن د خپلو ماشومانو پیکه ـ پیکه ماښامی خور و. را روانه شپه د شوقدر وه، د شوقدر پهٔ شپه مستۍ کېدې. ما د خپلو ماشومانو د لوبو شیانو د نشت ارمان کاوهٔ. ټوله شپه مې شوګیره کړه. د سپوږمۍ پهٔ نوم مې یو نظم ولیکهٔ یو بیت یې و:


لکه چې څوک د چا قیدي جانان دیدن ته راشي

او پهٔ سیخونو کې ځیر، ځیر ګوري یو بل ته خاندي… »


او:


د خوبولو سترګو غېږې دې منم خو آشنا

چا له بهٔ ورشي پهٔ شړنګا د ځنځیرونو کې خوب


سایل لهٔ یو کال وروسته خوشې شو. هیڅ تور پرې ثبوت نه شو… 


سایل د خپلې شاعرۍ د لیکلو خبره کوي : « تهٔ یقین وکه ډېره شاعري مې د بازار پهٔ لاره کړې پیاده بهٔ مزدورۍ ته روان وم، ژړل بهٔ مې او شعر بهٔ مې هم لیکلو. » 


بل ځای وايي: 


« ما اکثره شاعري د شپې کړې ده. د ورځې خو زهٔ مزدور سړی یم؛ څهٔ روزګار مې کړی دی، یا مېلمانهٔ راغلي دي، یا ګپونه او خبرې دي، یا کار. پهٔ دې کې مې وخت تېر کړی دی. د ورځې مې ډېره کمه شاعري کړې ده. کله، کله بهٔ داسې شوي وي چې خبرې او کار بهٔ مې کاوهٔ او شعر بهٔ مې هم لیکهٔ. خو اکثره شاعري مې پهٔ شپه کې کړې ده او هغه مې هم د خوب یو څهٔ وخت ورته را بېل کړی دی. داسې هم شوي دي چې بس نه یې لیکم. خو ځینې خیالونو را باندې ځان پهٔ زور لیکلی. »


دا چې غمجنې شوګیرې کوې دا چاته کوې

لکه مرغۍ پهٔ غنو شپې کوې دا چاته کوې

تهٔ خپل غمجن غمجن اواز رسېدل چاته غواړې

دا کله، کله چې ټپې کوې دا چا ته کوې

دا تا ته چا دي در زده کړي د سایل سندرې

دا کله، کله چې ګیلې کوې دا چاته کوې


د شعر پهٔ باب وايي: 


« لکه بنیادم چې پیدا شي، اول خاپوړې کوي، بیا واړهٔ، واړهٔ قدمونه او اخر تګ زده کوي. شاعري هم همداسې ده، عمر اخلي چې پخه شي. » 


اکمل لیوني بهٔ ویل: « لهٔ رحمان بابا وروسته پهٔ پښتنو کې تر ټولو محبوب شاعر سایل دی. » 


حنیف قیس د سایل سره پهٔ مینه کې لهٔ شاعرانه مبالغې ډکه جمله ویلې وه چې: « سایل لهٔ حمزه بابا هم ستر شاعر دی. » 


اجمل خټک ویلي وو: « سایل قامي شاعر دی. »


درمل صاحب راته پهٔ سایل غږېدهٔ. د سایل د ځینو شعرونو کیفیت داسې نېولی و چې ویل: « پهٔ یو کتاب کې هم نه تشریح کېږي… » 


ویل یې: « سایل صاحب خپل دردونه داسې بیانوي چې د ټول وطن دردونو سره یې لینک ورکړی. سایل غزل ته د پښتو سندرې روح ور ګډ کړی دی. لهٔ شلمې پېړۍ د دویمې نیمایۍ نه وروسته د پښتو ډېرې مشهورې سندرې سایل صاحب لیکلي. » 


درمل صاحب یې دا شعرونه راته ووې: 


ولس جانان کړه نو د ټول ولس جانان بهٔ شې

کهٔ لږ پهٔ خپله ځمکه ودرېدې اسمان بهٔ شې

***

ستا سپورې زلفې زما وچې شونډې

د دې وطن د غریبۍ نښې دي 

***

لهٔ پاسه واورې ورېدې غرونو لمبې کولې

ما او جانان چې لهٔ یو بل سره وعدې کولې

***

ستا د نظر د لمبو سیوري ته لږ خوب کومه

ستا دې پهٔ خپل حسن قسم وي، جانه ویښ مې نه کړې


سالک صاحب استاد غضنفر ته د سایل پهٔ باب ویلي ول: « زموږ کم دردونه به داسې وي چې سایل پرې شعر نه دی لیکلی. » 


د استاد خیال محمد خبره ده چې: « لویه خوشبختي ده چې رحمت شاه سایل زموږ پهٔ برخه رسېدلی. »


او د هارون باچا پهٔ خبره: « زما هنر لهٔ سایله شروع شو. زهٔ چې ۱۹۹۲ کې پښتو موسیقۍ ته نوی راغلم. د سایل شعرونه مې سندره کړل؛ ډېر زیات خلکو خوښ کړل. زهٔ دا نه وایم چې زما کمال و؛ هغه د سایل د شعر کمال و. »


د عابد صاحب بیت و:


وي پښتانهٔ بهٔ بختور عابده

چې بل سایل بهٔ پرښتې جوړوي


سایل نیمه پېړۍ زموږ دردونه وژړل؛ یوه مرکه کې ترې پوښتي:


ـ سایل صاحب د پښتنو دومره دردونه دې وویل. نور ستړی نه یې؟


دی نا امیده غوندې موسیږي؛ وايي: 


« سړی به کوم کوم درد یادوي، کومه جنازه بهٔ یادوي؛ ډېر زیات ستړی یم، زموږ سندرې هم مرثیې شوې… » 


او چې ترې پوښتي: 


لهٔ پښتنو خوشال یې؟


دا ځل خوشبین غوندې موسک شي: 


« اکثر زموږه پښتانهٔ د مړو سره ډېره مینه کوي زهٔ یوازینی سړی یم چې پهٔ ژوند یې مینه راکړې. »


همدا خبره دهٔ د خپلو شعرونو کتاب ( غرمې لمبې، لمبې) پهٔ سریزه کې هم لیکلې چې: « دا چې ما تر اوسه ستاسو د خیالونو، ارمانونو او جذبو څومره او څنګه ترجماني کړې ده او دغه څهٔ مې درسره څومره او څنګه شریک کړي؛ پهٔ دې نه پوهېږم. البته پهٔ دې پوهېږم چې تر اوسه، اوسه زما د شاعرۍ لېوني زیات دي او لا نور زیاتیږي. » 


خو پهٔ یو شعر کې یې داسې ګیله هم کړې:


ما سوچ کاوهٔ پهٔ ځان چې زهٔ پښتون ولې پیدا شوم

بې درده پښتنو ته د نغمو ضرورت څهٔ و


بل شعر یې دی:


څومره د ښایست د نظر اور دی پهٔ دې خاوره کې

څومره خاموشي ده څومره شور دی پهٔ دې خاوره کې

هم په کې زړهٔ غوڅ د سایل هم لکه موسکی د ګل

خدایه څومره درد څومره ټکور دی پهٔ دې خاوره کې


سایل وايي: « پښتون خوږ دی ځکه خو هر چا خوړلی. » 


څوک دې چاته نه وايي، ما ټوله دونیا پېژني

زهٔ خپله عنوان، خپله مضمون یمه پښتون یمه


او د پښتو پهٔ اړه وايي: « ډېره غني ژبه ده. خو هر دور، هر زمان کې ورسره زیاتی شوی دی. »


کهٔ مو خرڅ کړي د خوبونو تعبیرونه نه وای

اوس بهٔ پښتو هم د دفتر ژبه وه


دا هم د دهٔ خبره ده: « کابل د داسې ژوندون ښار دی چې مـ.رګ یې ستړی کړ. » 


پیښور او کابل دواړه دوه یاران دي

لکه دوه سترګې پهٔ یو مخ د جانان دي


سړی بهٔ پهٔ سایل څهٔ وغږېږي؟ رښتیا هم د سایل ځینې شعرونه؛ داسې کیفیت لري چې نه تشریح کېږي: 


تا بهٔ پهٔ خپل تصویر کې څوک ځایوي

دلته خو څوک داسې هنر نهٔ لري

پهٔ څومره خلکو کې تنها وي سړی

چې زړهٔ لري او د زړهٔ سر نهٔ لري

***

وې یې ځه د زلفو مقبر لره مې وړي

ګل چې پهٔ ډنډر را ماتېدهٔ هم یې خندل

***

اوس هم ترخې سترګې خوږې ساتو

ستا د یادونو هدیرې ساتو

ستا د پښتون لوظ پهٔ تمه، تمه

موږ د دیدن سبا ته شپې ساتو

سپرلی کهٔ وي پهٔ دې بهٔ هم راشي

موږ ورته دا شاړې میرې ساتو

***

کهٔ په کې زر ځلې د هیڅ ګټې امکان نشته

بیا هم د زړهٔ پهٔ سوداګانو کې تاوان نشته

داسې څهٔ نشته چې هغه پهٔ پیښور کې نشته

زهٔ زړهٔ له درد اخلم د درد په کې دوکان نشته

را به شم ستا د سترګو هر سوال ته بهٔ راوړم ځواب

اوس خو ما ځان ورک کړی اوس خو زما ځان نشته

***

چې لږې خاورې پهٔ سر باد کړي، لږه ساه واخلي

لږ دې کوڅې ته خپل سایل خانه خراب پرېږده

***

پسرلی راشي، تېر شي موږ په کې دیدار ونه کړو

ما سره فکر شي چې یو بل ته ازار ونه کړو

***

تهٔ بهٔ څنګ شې په کې خوښ نازکه یاره

د سایل د شعور ټول وطن کاړ، کاړ دی

***

د یو نظر څومره تاوان غواړې

زړهٔ رانه غواړې کهٔ ګرېوان غواړې

پهٔ دې ګرانۍ کې د خپل سر پهٔ بدل

د یار دیدن څومره ارزان غواړې

***

شونډې درنه خوري خاموشي شور په کې پیدا که

مري دې د مخ سرهٔ جانانه اور په کې پیدا که

زړهٔ ته مې اوس نهٔ را رسي ستا د بڼو غشي

تاو یې که را تاو یې که لږ زور په کې پیدا که

څهٔ رشته خو بویه لهٔ وطن سره سایله

کور دې په کې نه سهي خو ګور په کې پیدا که

***

ستوري خو راتلل، سپوږمۍ د ځان سره را نه وستل

جار شم پښتانهٔ رقابتونه پهٔ هرچا کې دي

***

ما وې چې زهٔ او تهٔ بهٔ لهٔ یو بله جدا نه شو

دا دور ځواني مـ..رګی دی وعدې په کې ماتیږي

***

نن د حالاتو د چړې د لاندې ساه اخلمه

هر څهٔ چې کېږي خو نامه دې خامخا اخلمه

***

هسې دې تور کړمه، پهٔ تور د مینې

د خپلو دواړو سترګو تور دې نه کړم


پهٔ زور ساتو خاموش د لېونۍ مینې رازونه

ستا مخ یې ترسري کړو زما شونډې یې پاړونه

دا شګې لږ پهٔ پام را بادوه د وطن یاده

پهٔ سترګو کې مو اوښکې دي، پهٔ اوښکو کې زخمونه

دردونه د پرهر نه بهر مه پرېږده سایله

د زړهٔ د ننه ژاړه پښتانهٔ محبتونه

***

یا بنجاری شه، یا ملنګ د پښتنو د کوڅو

سایله دا اعزاز حاصل که، شاه جهان بهٔ شې

***

لکه لوګی مې د جانان کوڅې ته یوسه باده

مازدیګری دی اینه بهٔ خامخا ګوري

***

بیا مازیګر شو د نظر د سوزېدو وېره ده

پهٔ هغهٔ پورې بام د اور د لګېدو وېره ده

***

د پښتنو محبتونو د حیا نه لوګی

دلته چې څوک هم چاته ګوري نو پهٔ غلا ګوري

***

هر څوک کهٔ وي، دا بهٔ زما د وطن ښکلی نهٔ وي

کهٔ یې پهٔ نیمه خندا شونډې وینې، وینې نه شوې


لنډه یې دا چې:


سایل زموږ د هر ارمان ترجماني کړې ده!!


Post a Comment

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف