د سپوږمۍ د رڼا راز راته معلوم شو دا هم پټ پۀ پټه لمر ته غاړې وځي

شاعرې

Wednesday, January 15, 2025

د سپوږمۍ د رڼا راز راته معلوم شو دا هم پټ پۀ پټه لمر ته غاړې وځي

 



🌹عــزيــز  مــانــېــروال🌹

۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

دا ماښام چې مازيګر ته غاړې وځي

ستا يادونه مې ځيګر ته غاړې وځي


لرو برو يوه ورځ بـه داسـې راشـي 

چې کابل به پېښور ته غاړې وځي


هم هغه خلک د کلي  در پۀ در شي

چې د سرو ګلونو کر ته غاړې وځي


د سپوږمۍ د رڼا راز راته معلوم شو 

دا هم پټ پۀ پټه لمر ته غاړې وځي


وځي  وځي  بختورو  سره  وځـي 

ښکلي مونږه سره چرته غاړې وځي 


غنم رنګه  ياره  ستا  د  زړۀ  دپاره

عزيز ستاسو ټول ټبر ته غاړې وځي

۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

Post a Comment

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف