یخې چنۍ دي چې د مینې په ورشو پریوځي
جانانه راشه زړه مې نیسه ورو په ورو پریوځي
که دې په سرکښې د شکونو سیلۍ نه الوځي
زما د لاس ګلاب دي ولې له کمڅوپریوځي
دی ځنې خلکو ته په هیڅ ځانونه بد نه ښکاري
د چا په پښو چې هم پریوځي په نخرو پریوځي
هره ورځ نوې جنجال ، نوې غم راوړي چې راځي
ځکه مې زړه اکثر د لمر په راختو پریوځي
داسې په څخ څخ مې په زړه کښې ارمانونه سوزي
لکه په تود انغري څاڅکي د اوبو پریوځي
یاد ته دې وایه چې یو څو ورځې په دې نه راځي
خطره ده تندر مې د زړه په ګل درو پریوځي
بیا به دې څوک درنو نازونو له اوږه ورکوي
زیار خو دې ورځ په ورځ جانانه د بازو پریوځي
ارواښاد ډاکټر خالق زیار
Post a Comment