سړيتوب چې لوړ اوچت شي لېونتوب شي
چې خودې د خوده اوځي نو خُمار شي
چې فولاد د مينې موړ په مينه مست شي
نو حېران او پرېشان تار د ستار شي
چې ترې عشق او جانان دواړه وخت فنا کړې
هله پوې سړی په شان د ځان او يار شي
چې ادم خاؤرو کښې کښنې څۀ زرغون کړې
منجيله چې په دولت شي نو ښامار شي
ماته حورې غلمان مۀ څنډوه بس دی
په واللّٰه کۀ بې له تا مې په کار شي
دا چې نن پکښې زه مست او مغرور ګرځم
سبا خدائې خبر د چا به دا ګلزار شي
ستا د مرګه نۀ يرېږمه پښتون يم
خو مې تش ژوندون او خوشې مرګ ته قار شي
زړۀ کښې ډوب د وسوسو درياب بهېږي
جوړ به کله د اُمېد رنګين بهار شي
دا خپل زړۀ بې پروا نظر ته ګوري
کله کله په ژړا ځکه شاتار شي
ساز ژړا ده کۀ مستي ده نۀ پوهېږم
هر آواز کله شي سوز ، کله چغار شي
Post a Comment