غزل
كلي ته چې اوس رقيبان نه راځي
داسې معلوميږ جانان نه راځي
ستا د بې رخۍ لمبو ستي كړمه
نور په څه خبره خپګان نه راځي
زار مې ترې ځواني په مينه مينه كړه
نور راله څه چل د تاوان نه راځي
بيا د حسرتونو وريځ ((سره)) شوله
بيا د ديدنونو باران نه راځي
وګوري چې ماته نو مخ واړوي
څنګه به مې شك او ګومان نه راځي
ډېر كه په سلګو لايقه! ژاړمه
بيا هغه تېر شوى دوران نه راځي
_______________
____________
چرته زه درته يادېږمه او كه نه
په زړګي دې را ورږېمه او كه ن
د هجران په ناقراره توره شپه كښې
درته سيورى سيورى كېږمه او كه نه
دا يوه خبره سمه راته وكړه
خپل لايق درته ښكارېږمه او كه نه
ایک تبصرہ شائع کریں