زۀ په طمع تۀ بې غمه
دا ښۀ نۀ کوې صنمه
اندېښنې دې ختمومه
درنه ځمه ، درنه ځمه
تا چې سترګې کړې بدلې
ځان بۀ نور درنه ساتمه
ستا تصوير سره نن پټ پټ
ژاړېدمه ، خندېدمه
په خپل ځان خو دې اخته کړم
رانه نور څۀ غواړې غمه
ستا له لوري چې روان شوم
پرېوتمه ، پاڅېدمه
زما څوک دي خالد جانه!
زۀ د چا ﻻرې څارمه
ایک تبصرہ شائع کریں