کاواک نظــــــــر زمـا پۀ لــــــور لګـــــوي اور لګـــــوي

شاعرې

Sunday, October 29, 2023

کاواک نظــــــــر زمـا پۀ لــــــور لګـــــوي اور لګـــــوي

 


غزل


کاواک نظــــــــر زمـا پۀ لــــــور لګـــــوي اور لګـــــوي

سمــــې لمبــــــې د زړۀ پۀ کـور لګـــــوي اور لګـــــوي


سترګې یې تورې کړې پۀ زلفو کښې یې لار جوړه کړه

خـــــال پۀ جبین د پاسه تــــور لګـــــوي اور لګـــــوي


دا د بـــــــارودو ټېکــــــدار دا د ھـېــــــواد دوښــمنان

نعـــــرې د امن کـــــــۀ پۀ شـور لګـــــوي اور لګـــــوي


یارانـو ژمـــــے دے یخنــــــــي دہ بل د ھجــر شپۀ دہ

نن خو چـې څومــرہ باران زور لګـــــوي اور لګـــــوي


رخسار یې سرۂ بڅري نولي چــــې ګـودر ته درومــي

څوک پرې سېزي پۀ چا ټکـــور لګـــــوي اور لګـــــوي


لا مــې احساس ستــي ستــي پولــۍ پولـــۍ ثاقــبه

حالات داغـــــونه پۀ مـا نــــور لګـــــوي اور لګـــــوي


محمــد الیاس ثاقب دېــولۍ سوات

کتاب : (د نمر پۀ څیره) صفحه 59


Post a Comment

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف