غزل
هــغـۀ تــــر مــا واړه درکـــــې نــــادرکـــې کـــــړلې
دغــه خــبــرې مــې بــې واره ستــرګې ډکې کړلې
مینه کــول وو خـــو پښتو ورســـــــره هم پالل وو
زمـا ليمــو کښې ئې راغـلـې اوښـکې کـلکې کــړلې
د عشــق د لارې د سپیځلي سپین مــــرام په هیله
د عشــق په لار پسې مې ټولې لارې ورکې کــــړلې
وخـتـه لـۀ ژونـده دې د مـینـې مـزه لــرې یــــــوړه
وخـتـه پـه هـر لـوري دې کرکې کرکې کرکې کـړلې
د ژونــد بـازاره مــا په تــا کښې نــاکــړدې ولـــیدې
درنــو درنــو خلــقو هـم خپلې ګیټۍ سپکې کــړلې
دې بــې قېـمته وینې کـلــه دے ارزښت مـونـــــدلے
دا سړے څـوک ؤ په فـرعون ئې چې نیوکې کــړلې
هغه د تور قانون په دام کښې خپله سا هم ورکــړه
د چا په یاد کښې چې وروستۍ سلګۍ ادکې کړلې
دا چــې په مــونږه کــومې وې دا لۀ اسمــانه نۀ وې
ځیګره مــونږ بانـدې خـو بــدې چــارې زمـکې کړلې
ځیګر یوسفزے
Post a Comment