خدای خبر ولې خو زه کله کله
خدای خبر ولې خو زه کله کله
یو زوړ ورغلی پرهر وګرووم
یو لرې تلی یاد راوګرځوم
یو ستړي شوي غم ته غاړه وځم
یو خوبولې څړیکه وڅېرمه
یو غلی شوی دړد راوپاروم
د زړه دننه مقبرې ته ورشم
ستا د یادونو مقبرې ته ورشم
په یو پرېوتي څلي وغوړېږم
په یو وران شوي قبر وژاړمه
استاد صابر
ایک تبصرہ شائع کریں