غزل
نه په دُعا نه په هنر کيږي
عشق دَ سر لوبه ده په سر کېږي
زړه مې خورېږي سترګې مه خوروه
دَ خورو زلفو مې خطر کېږي
ستا دَ کوڅې خاورې په سر بادووم
په ما څه چل هر مازيګر کېږي
زه د هر خکلي په وعده تېر وځم
زما نه دا غلطي اکثر کېږي
زړه که مې سل ځله دَ کاڼي کړمه
خو په د ستا دَ مخ اثر کېږي
اوس هم زما او ستا دَ مينې ذکر
کله نا کله په ګودر کېږي
دَ ښائستونو دَ سپرلي په تمه
دَ محبت دَ فصل کر کېږي
شپه به دَ مینې په قيصه تېروو
نورې خبرې به سحر کېږي
زما صابره ستا دَ مينې په نوم
ما سره هره ورځې شر کېږي
ایک تبصرہ شائع کریں