سلام
ددنياله غمه خلاص دی دعقبیْ په غم کي خواردی
دفرات په غاړه تږی ديوګوټ په انتظاردی
داچي زړونوکي ژوندی دی داچي زړونوکي تل اوسي
داوګړی په وفاکي تل دزړونو خريدار دی
خپل ځانونه داصول دپاره مرګ ته حواله کړي
په کږولارودژوندنه منت وړي نه منت باردی
داوبوله نيسته،مړاوی دصحرالاله ګلونه
دتودووينوپه داروچي خړوب وته ايساردی
ټول بې لاري په کږولاروله خپله جوره ورک سي
لاروی دصحراګانوتل دګوتو په شماردی
يوزه نه يم چي سلام دعقيدت ورته ليکمه
داسي ډېردي چي لاسونه يې تندي باندي قطاردی
زه عسکر په ملګري کي دهغوخلګو ملګری
چي په قول اوپه فعل کي هميشه په يوې لاردی
Post a Comment