غزل
نۀ خپل زړګے د پېښور نه صبرولے شمه
نۀ مې ګلاب ګلاب کابل زۀ هيرولے شمه
دلته زياتے او هلته ظلم دے خو څه وکړمه
نۀ څه وئيلے شم، نه خدايه څه کولے شمه
هلته ظلمونه کوى دلته کښې کورونه ولى
نۀ دا کتلے شمه، نۀ هغه ليدلے شمه
دلته مې زړه غوڅوى، هلته کښې ځيګر مې ولى
نۀ دا زغملے شمه، نۀ هغه منلے شمه
چې پښتانه ورکوى خدايه ته يې خپله ورک کړه
دا قتلِ عام د پښتنو کله زغملے شمه
ما ګل داؤد لالکوالؔ مه وژنې تر هغې خدايه!
په زړۀ د امن ارمان کله ګور ته وړلے شمه
Post a Comment