غزل
مینه یو ځل وی او یو ځل د زړه له تله کیږی،
دا خو هوس وی چې اشنا په څو څو ځله کیږی،
خپله دې اوکړه او زما دې هډو وانه وریده،
اوس ورته ټینګ شه ،اوس چې هرڅه له کابله کیږې،
نرے باران،د ژمی شپه او د نښترو شغا،
د چا یادونه دی یخنی د چا پاګله کیږی،
چې نه صوفی ې،نه ولی ې،نه ې پیر او ملا،
نو ستا د خداې د عزابونو ویره څله کیږی،
مونږه بلدې کړې په خپله په پردو تخمونو،
اوس په دې خاوره وطنی فصلونه کله کیږی،
تدبیر منمه،په تقدیر باندې ایمان لرمه،
روان یوې له شم تنها په لاره بله کیږی،
Post a Comment