غزل
که په جماعت که په ګيرجه کښې ناست يم
خــــو ســـتا د زکــر وظـيفه کښي ناست يم
زه ســـــــتا د رحــــــــم او کـــــــرم طلــبګار
تاتا پـه تـــکه تـــــوره شــپه کښې ناست يم
پـه خـــــپلـه خــــاوره درنـه امــــن غـــواړم
ســـــتا د حــــرم پـه دروازه کښې ناست يم
دا پـــــخــتونـخوا بـه رانـه هـــېره نـه شــي
کـه د جـــــنت پـه بـاغـيـچه کښې ناست يم
مــــاتـه دي نــــــورې کــــــرښـــې نـه راکاږي
زه ګــــورې خــــپـلـه داٸــره کـښې ناست يم
د نــن يــــزده ســــــتا د ظـــــــلم خــــــلاف
د حــــــــســنيانـــو پـه پــره کښې ناست يم
لالـــــــــيــه زه د چــــــا پــــروا نـه کــــٶوم
زه په خـپل کــور خپله کوټه کښې ناست يم
څــــارم د ښـــــار دغـــه مـــصروفــه اولــس
د ړنـګ وجــــود پـه دريــڅه کښې ناست يم
زمــــا پـه ســـــــر پکــــښې بــــولـــي روانـه
بيا هــم خـاموش په تـماشه کښې ناست يم
څـــــو به د ورک ارمـــــان په څـــلي جــاړم
څـــــو بـه پـه ورانـه اديـــره کښې ناست يم
يـاران مـــــي تلــــي د مـــــنزل پــه لـــــوري
زه لا تـــــروســــه مـــېـخانه کښې ناست يم
تـا کـه ډګـــــــــري د وکـالــــــت اغـــــــستې
زه هـــم د کلــي پـه حــجره کښې ناست يم
هـــغـه تــنــهــا هــــغه د غـــــرونــو مــــلنګ
وس پردي ښار پردۍ کوڅه کښې ناست يم
Post a Comment